د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د سپتمبر په ٤مه نېټه وويل، چې په غزني ولايت کې يو شمېر حکومتي ارګانونه د وسله والو له بريدونو سره مخامخ شول چې له امله يې لږ تر لږه ٢٤ تنه وژل شوي او ١٥٠ تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان يوه امنيت ساتونکي وويل، چې وسله والو د همدې ورځ په سهاروختي د دولتي امنيتي ادارې يو دفتر ته نژدی يو لوی باروړونکی موټر وچاوده و چې له بمونو څخه ډک و. ورپسې يې شاوخوا څو ودانۍ ونيولې او له امنيت ساتونکو سره يې سخته جګړه وکړه. دغه راز د مطبوعاتي او کولتوري چارو څانګه او د پوليسو اداره هم د وسله والو له بريدونو سره مخامخ شوه.
طالبانو د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |