CRI Online

ناټو په افغانستان کې غير جنګي پلان بيان کړ.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-05 08:46:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسين د سپتمبر په ٤مه نېټه د بريټانيې په نيوپورټ ښار کې له افغانستان څخه د ناټو د پوځ له ايستلو وروسته يو غير جنګي پلان بيان کړ.

د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو ٢٦مه غونډه په همدې ورځ په دغه ښار کې پرانيستل شوه او په دغه دوه ورځني غونډه کې به په عمده توګه د اوکراين او افغانستان د مسئلو، د پوځي لګښتونو د لوړتيا، له روسيې سره د اړيکو او د پوځي قوت د ابادولو په اړه بحث وشي.

راسموسين وويل، چې د افغانستان امنيت لا هم له ننګونو سره مخامخ دي. له دغه هېواد څخه د ناټو د پوځ له ايستلو نه وروسته ناټو به په دريو برخو کې خپلې دندې پر غاړه واخلي. لومړی، د لنډې مودې لپاره د ناټو په مشرۍ له افغانستان سره د مرستې د دندې په چوکاټ کې د افغانستان د امنيت ساتونکي پوځ د روزنې او مرستې په شمول غيرجنګي دنده تر سره کړي. دوهم، د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د امنيت ساتونکي پوځ ته پيسې ورکړي چې ناټو به د ٢٠١٧ کال دمخه د پوځ د روزنې په هکله افغان حکومت ته پيسې ورکړي. درېيم، د ناټو دايمي موخه دا ده چې د هغه تړون سره سم د ناټو او افغانستان ترمنځ دايمي دوستانه اړيکې ټينګې شي چې په ٢٠١٠ کال کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې لاسليک شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيز امنيت تړون لاسليکول له افغانستان سره د ټولو مرستو مخکينی شرط دی. يوازې په دې نسبت ناټو لازم قانوني مرحله پوره کولای شي. نو هغه د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له دوو نوماندانو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره په سوله ييزه توګه د ټاکنو پايله خپره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای