CRI Online

م م د افغانستان د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه وغوښتل چې د رايو د بيا څارنې او تغتيش نتيجه ومني

cri     (GMT+08:00) 2014-09-12 09:44:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي وياند سډيفان دوجاريک د سپتمبر په يوولسمه نېټه وويل، چې م م د افغانستان د ولسمشرۍ له دوو نوماندانو څخه وغوښتل چې د رايو د بيا څارنې او تغتيش نتيجه ومني او د ملي روغې جوړې پر بنسټ د ملي يووالي نوي حکومت د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

دغه وياند په همدې ورځ وويل، چې د سياسي چارو په اړه د م م د سرمنشي مرستيال جيفري فيلټمن په يوولسمه نېټه کابل ته ورسيد او له عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره يې وکتل. هغه د کتنې په ترڅ کې وويل، د دوو نوماندانو لخوا د رايو ورکولو د څارنې نتيجه منل ډېر مهم او لازم دي، ځکه چې دا د واک د سوله ييز انتقال او د نوي حکومت د جوړونې لپاره ګټوره مسئله ده. م م غواړي چې د افغانستان د سياسي انتقال په بهير او اوږد مهالې مودې لپاره خپلې مرستې برابرې کړي.

د م م سرمنشي بان کي مون د روانې مياشتې په لسمه نېټه له يادو دوو نوماندانو سره ټليفوني خبرې وکړې او و يې ويل، چې اوس مهال د افغانستان لپاره مهم وخت دی. له ننګونو سره مقاومت يقيني همکارۍ ته اړتيا لرئ. تاسو دواړه خواوې دنده لري چې افغانستان يو سوله ييزې او لا سمسورې أيندې ته پرمخ يوسئ. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای