CRI Online

له سرطان ناروغۍ سره د يوې نجلۍ شپاړلس کاله مبارزه

cri     (GMT+08:00) 2014-09-15 16:26:48

نجلۍ وانګ وي چې د چين د هيلونګ جيانګ ولايت په يو سرحدي ښار ايچيون کې زيېږيدلې او د اته کلنۍ په وخت کې په غاړه يو تومور پيدا شو او د ولايتي روغتون د ډاکتر په تشخيص هغه د تيروييد غدې په سرطان اخته شوه . ددې ډاکتر په وړاندينې دغه نجلۍ يوازی دوه درې کاله ژوندی کيدای شی ، لومړی بايد يوه غده پرې شی او بله غده به وساتل شی څو چې د نجلۍ د ودې لپاره وکارول شی ، خو له بدمرغه درې کاله وروسته د نجلۍ وانګ په غاړه بل تومور پيدا شو چې د معاينې له مخې ددې سرطان بل جهاز ته خپور شو .له دې وروسته د جدي درملنې له برکته نجلۍ وانګ وي شپاړس کلنه او د ښار په يو ښه منځني ښوونځي کې شامله شوه . خو په دې مهال کې ددې په غاړه تومور ورځ په ورځ لويېده او له خولې څخه وينې هم بهيدې چې په پاي کې نجلۍ وانګ وي بيجينګ ته بوتلله شوه او د تشخيص نتيجه يې دا وه چې ددې ناروغی وروستې مودې ته رسيدلې او د سرطان سلوال يې سږيو او هډوکو ته خپور شو .

د دوو ځلو کيمياوي علاج له امله ددې ويښتان او حتی وريځه هم ولويدل او غاړه يې هم ډيره غټه شوه ، خو د پلار و مور په وړاندی نجلۍ وانګ وي لا هم کله کله مسکا شوه . په دوه زره اتم کال کې د چينايانو د دوديز پسرلني اختر په ورځ ددې د ناروغۍ حالت نور هم خراب شو ، هغه فکر کولو چې که څه هم هغه يوويشت کلنه نجلۍ شوه ، خو لا هم په بستر غځېدلې او د پلار او مور د اطاعت او خدمت کولو توان يې نه درلود ، نو د مرکزي تي وي ستيشن په عنوان يو ليک کې يې پرېکړه وکړه چې خپل غړي تر مرګ وروسته نورو ته په وړيا ورکړي ، کله چې هغه ستيج ته پورته شوه او د نندارچيانو په وړاندي له ځوانۍ څخه ډکه نجلۍ ښکاريده او په مسکا يې يوه سندره تر دې عنوان لاندي وويله چې د لمر وړانګې عموما د باد او باران وروسته راښکاره شی ، خو دده په روحيه نندارچيان ډير ستونزمن شول او له سترګو څخه اوښکې بهېدلې . د تلويزيون په وړاندې يو ډاکتر هم ناست و چې هغه د بيجينګ د سکرو کان د عمومي روغتون مشر وانګ مين شياو و او ددې له پرېکړې څخه هم ډير متاثر شو ،نو نجلۍ وانګ ته يې زنګ وواهه او و يې ويل چې ددې لپاره عمليات اجرا کړي . د تشخيص له مخې د وانګ وي وضع د ډاکترانو د اټکل څخه هم خرابه وه . د همدې کال د اپرېل په اته ويشتمه نېټه عمليات د سهار له اتو بجو څخه پيل شول او پنځه ساعته يې دوام درلود چې په پايله کې د نجلۍ په غاړه لس لوي او وړوکي تومورونه په پوره بريالۍ توګه پرې شوي دي .

د دريو کلونو درملنې په موده کې هغه شپږ ځله کيمياوي علاج ومانه او له دريم علاج وروسته ددې د ناروغۍ حالت ښه شو او ورپسې د نورو دريو ځلو علاج له برکته وضع يې نوره هم ښه شوه . څرنګه چې د ناروغۍ له امله وانګ وي له ښوونې څخه بې برخه شوه او د ناروغۍ تر جوړېدو وروسته يې هيله وکړه چې د پرستارۍ زده کړه وکړي . د روغتون مشر وانګ په مرسته نجلۍ وانګ د هي لونګ جيانګ ولايت د پرستارو روزلو په ښوونځي کې ومنله شوه او په دوه زره يوولسم کال کې وانګ وي له دې ښوونځي څخه فارغه شوه او په دوهم کال کې د هاربين د طبي پوهنتون د پرستارۍ څانګې لخوا ومنل شوه . د همدې کال په دسمبر کې د معاينې نتيجه دا وه چې ددې ناروغی بيخي جوړه شوه او کار ، زده کړه او حتی واده کېدای شی . د ناروغۍ تر جوړېدو وروسته نجلۍ وانګ خپله ژمنه پوره کړه يعنی د بيجينګ د سترګو له يو روغتون سره يې تر مړينې وروسته د خپلو سترګو د وړيا ورکولو تړون لاسليک کړ او و يې ويل چې ورپسې به د نورو غړو د بسپنې کولو تړونونه هم لاسليک کړي . د تېر کال په دسمبر مياشت کې نجلۍ وانګ وي د تلويزيوني وينا کولو په ملي سيالۍ کې اتله شوه . نن ورځ وانګ وي د سکرو کان د عمومي روغتون د زړه ناروغۍ په څانګه کې يوه پرستاره ده او په سپينه جامه ددې نوم وانګ وي وګنډل شو چې د وي کلمه د انګليزي V په بڼه وګنډل شوه چې مانا يې له سرطان سره په مبارزه کې بريا موندل شوې ده. ددې په وينا د درملنې په ترڅ کې يې د طبي کارکوونکو دقيق خدمات منلي وو ، اوس د يوې پرستارې په توګه هم بايد د ناروغانو ښه پالنه وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای