د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په شپاړسمه نېټه په کابل کې د بهرنيو پر کاروان يو بمي بريد وشو چې له امله يې په افغانستان د ايساف دری تنه سرتيري ووژل او زيات عام وګړي ټپيان شول.
د افغانستان يو امنيت ساتونکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د همدې ورځې په سهار اتو بجو په کابل کې، د امريکا سفارت ته نژدې يوه چاودنه وشوه. ورسپې د ايساف پوځي ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دری سرتيري يې په دغه بريد کې وژل شوي، خو د وژل شويو سرتيرو هويت او نور معلومات يې نه دي ياد کړي.
د افغانستان د داون تلويزيون د خبر له مخې، د يادې چاودنې له امله دری عام وګړي وژل او ديارلس تنه ټپيان شوي دي.
افغان طالبانو د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |