CRI Online

د ٢٠١٤ کال لپاره د چيني فلمونو اوونۍ په نامه فعاليت په ايران کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2014-09-18 17:56:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٤ کال لپاره د چيني فلمونو اوونۍ په نامه فعاليت پر ځايي وخت د سپتمبر په اوولسمه نېټه د ايران په پلازمينه تهران کې پرانيستل شوه. د دواړو هېوادونو د فلم ادارو هم د خپلمنځي همکارۍ يادښت لاسليک او هيله يې وښودله چې د فلم په برخه کې خپلمنځی همکارۍ لا نورې هم پياوړې کړي.

(اواز) د چين پنځه فلمونه ، ديارلس لنډ فلمونه او مستند فلمونه به د سپتمبر له اوولسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې نندارچيانو ته وښودل شي. دا لومړی ځل دی چې چيني فلمونه د فلمونو د اوونۍ فعاليت په بڼه په ايران کې ښودل کېږي.

د پوليسو د ورځني ياد داشتونو په نوم د فلم په شمول پنځه چيني فلمونه به نندارچيانو ته وښودل شي. د چين د راډيو او ټلويزيون د عمومي ادارې مرستيال تونګ ګانګ چې د چيني پلاوي په مشرۍ ايران ته تللی، د دې فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې ايرانيان به د دغو فلمونو په کتلو سره لا په ښه ډول چين وپېژني. ده وويل

(( د چيني فلمونو د اوونۍ په فعاليت کې به دغه پنځه بېلا بېلا ډول او د لوړ کيفيت لرونکي فلمونه وښودل شي چې دغه راز به د ايران نندارچيان د چين د اوسنی پرمختګ په اړه ګټور مالومات تر لاسه کړي او د چينايانو په احساساتو به وپوهيږي او د چين ښکلې طبيعي منظرې به وګوري. ))

د ايران د فلم د سازمان ريس ايوبي وويل هغه باور لري چې دغه چيني فلمونه به د ايرانيانو خوښ او هر کلی ورته ووايي. هغه وويل

((فکر کوم چې دغه چيني فلمونو ته به په ايران کې تود هر کلی وويل شي. د ايران د فلم ډايرکټران علاقه لري چې د ماضي او د تېر تمدن د عواملو په استعمال سره اوسنی حالت ښکاري او د چين فلمونه هم دې ته ورته دي. که د چين فلمونو په هکله ښه تعليم معلومات وړاندې شي، د چيني فلمونو د اوونۍ فعاليت به ډېر هر کلی تر لاسه کړي.))

د فلمونو د ښودلو نه پرته، د دې فعاليت يوه بله مهمه برخه دا وه چې د چين د راډيو او ټلويزيون عمومي ادارې د ايران د فلمونو له ارګان سره د فلمي چارو په برخه کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. ښاغلي تونګ ګانګ وويل چين او ايران دواړه لرغونی تاريخ او ځلانده کلتور لري او د دواړو هېوادونو د فلم کارکوونکي هم په بېلا بېلو ساحو کې همکاري کوي. د دغه يادښت لاسليکول به د فلم په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ روښانه راتلونکې ولري. هغه وويل

(( نن ورځ مو له ايران سره د فلم په برخه کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. فکر کوم دا يو ډېر ارزښتناک کار دی چې دغه راز په دې ساحه کې د دواړو هېوادونو همکاری مشخص مقررات او موخه لري. باور لرم چې د دغه يادښت په رڼا کې به د فلمي چارو په برخه کې د چين او ايران تر منځ همکاري روښانه راتلونکی ولري.))

هغه وويل په راتلونکي کې به د چين او ايران فلمي کارکوونکي يو د بل د فلمي فيستوال په فعاليت کې له ګډون نه پرته، يو د بل به د فلمونو د اوونۍ فعاليتونه هم جوړ او په خپل هېواد کې د بل هېواد غوره فلمونه نندارو ته وړاندې کړي. د ښاغلي ايوبي په نظر، د دواړو هېوادونو د فلم د کارکوونکو تر منځ د همکارۍ لپاره تر ټولو ښه طريقه په ګډه د فلم جوړول دي چې دا به د ايرانيانو لخوا د چين په فلمونو او کلتور پېژندلو لپاره ګټور وي.

د فلم هنر د انسانانو په تمدن کې د اووم ډول هنر په توګه کڼل کېږي. د ايران فلمونه د هنري څېړنې په برخه کې ډېر شهرت لري. بله خوا که څه هم اوس چين په نړۍ کې د فلم درېيم لوی توليدوونکی هېواد او د فلمونو دوهم لوی بازار دی، خو د ډېرو کسانو په اند، د چين فلمونه د هنر له لحاظه په نړۍ کې وروسته پاتی دي. نو ښاغلي تونګ ګانګ وويل هنر ته د ايران د فلمونو پاملرنې د چين کمښت پوره کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای