CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-09-19 16:32:44
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره خبرې اترې وکړې

پر ځايي وخت د سپتمبر په اتلسمه نېټه د چين دولت رئيس شي جين پينګ په نوي ډيلې کې د هند له صدراعظم مودي سره خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د ټينګيدو لپاره سره لاسونه يو کړي، د پرمختيا فرصتونه ولټوي او خپلې موخې عملې کړي، د اسيا د سولې، ثبات، سمسورتيا او د عادلانه نړيوال ميکانيزم هڅونه وکړي.

(اواز)

له خبرو اترو مخکې د هند ولسمشر پلانابو موکرجي د ولسمشرۍ ماڼۍ په وړاندی په ډګر کې د شي جين پينګ د هرکلي درانه مراسم تر سره کړل. شي جين پينګ د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کيدو وروسته لومړی ځل له هند څخه لېدنه کوي. په چين او هند کې د نويو حکومتونو له جوړيدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو راتلونکی د پاملرنې وړ ده. د رئيس شي جين پينګ او د هند د صدراعظم مودي تر منځ هرې خبرې اترې ټول له ټاکلي وخت څخه هم اوږېدلې. له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ وويل(اواز)

زه او صدراعظم مودي دواړه دا نظر لرو چې د چين او هند د پرمختيا موخې اتفاق دې، نظريې نږدې دې او ستراتيژۍ د همکارۍ وړ ده. د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی اړيکيو ټينګښت او د دواړو هېوادونو ګډې سوله ييزې پرمختيا به دوه مليارډ او پنځه سوه مليونه خلکو ته ګټې او نړۍ او دې سيمې ته به ژورې اغيزې ولري.

په همدې ورځ د دواړو هېوادونو حکومتونو د اوسپنيزو لارو د تخنيکونو په باره کې د همکارۍ يادښت، د چين د اوسپنيزو لارو چارو ادارې او د هند د اوسپنيزو چارو وزارت د اوسپنيزو لارو په چارو کې د همکارۍ د ټينګتيا عملياتی پلان لاسليک کړ. په دې اړوند رئيس شي جين پينګ وويل(اواز)

دواړه خواوې به د اوسپنيزو لارو په ساحه کې خپلمنځي همکارۍ پيل کړي چې لومړی د چيناي، بنګلور او منصور په ښارونو کې د چټکو اوسپنيزو لارو د جوړيدو په چارو کې، د بارونو ليږد راليږد په اړوند په روزنو کې او د اورګاډو سټيشنونو د أبادې په چارو کې به خپلمنځي همکارۍ وکړي.

د صڼعتي چارو د باغونو جوړيدو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ هند ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په بهير کې يومعلق ټکی دی. يوه ورځ مخکې هغه د ګوجرات په ايالت کې له مودي سره يو ځای د اړوند تړون لاسليکول کتلی دی. برسيره پر دې چين به له هند څخه د درملو، کرهنيزو توليداتو، د فلمونو په شمول د ځينو توکو د وارداتو د پراخولو لپاره فعال تدابير غوره کړي تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د نابرابرې مسله حل کړي. په همدې ورځ د چين د راډيويی او ټليوزيوني چارو عمومي ادارې او د هند د مطبوعاتو د خپرونو له وزارت سره د فلمونو او او ټلويزيوني فلمونو د جوړيدو په هکله همکاريز تړون لاسليک کړ.

د هند صدراعظم مودي وويل هند هرکلی کوي چې چين د هند د بريښنايی تاسيساتو او د اوسپنيزو لارو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د جوړيدو او اصلاحاتو په چارو کې ګډون کوي. هند به د بنګلاديش، چين، هند او ميانمار تر منځ د اقتصادي دهليز او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د جوړيدو په اړوند وړانديزونه څيړنه وکړي. د سرحدی کرښې د مسلې په هکله هند غواړي چې د سرحدی کرښې په اړه د توپيرونو د کنترول او ادارې، د دې مسلې په هکله د خبرو اترو د هڅولو او د دغې مسلې د حل و فصل لپاره له چين سره ګډ کوښښونه وکړي. مودي وويل(اواز)

دواړه هېوادونه په دې موافقه کوي چې په سرحدي سيمه کې د سولې او ارامتيا ساتل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکيو يو اړين بنسټ دی او يو د بل د تفاهم او باور پياوړتيا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکيو لپاره ګټه لري. هېله ده چې دواړه خواوې د سرحدې کرښې مسله حل کړي.

برسيره پر دې هند دا بيا تائيد کړی چې تبت د چين د خاورو يوه برخه ده او تبتيانو ته يې اجازه نه ورکوي چې په هند کې د چين پر ضد سياسي فعاليتونه تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای