CRI Online

د افغانستان د ولسمشرۍ دوو کانديدانو د ملي يووالي حکومت د جوړولو تړون لاسليک کړ.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-21 17:37:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ دوو کانديدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله د سپتمبر په ٢١مه نېټه د ملي يووالي حکومت د جوړولو هوکړه ليک لاسليک کړ چې دا د نوې ولسمشر د رامنځته کېدو لپاره ښه زمينه برابره کړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود او د دغه تړون د لاسليکولو هر کلی وکړ.

د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې اجراييوي مشر وټاکي چې د حکومت د پريکړه کولو په ناستو کې به ګډون وکړي او د حکومت اجراييوي او ادارې چارې سمبالول به مخته وړي. د اجراييوي مشر د دفتر د جوړولو لپاره به ځانګړې اداره او مال جوړښت رامنځته شي. کابينه لا هم د ولسمشر تر لارښوونې لاندې ده. تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو وروستي پايله نه ده خپره شوې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای