CRI Online

اشرف غنی احمدزی د نوي افغان ولسمشر په توګه انتخاب شو

cri     (GMT+08:00) 2014-09-22 09:08:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د سپتمبر په يووېشتمه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو نتيجه خپره کړه چې د ماليې پخوانی وزير اشرف غنی احمدزی په ټاکنو کې بريالی شو او د افغانستان ولسمشر شو. دغه راز د افغانستان د بيا رغونې له پيل مخکې د واک د لومړني تسليم په برخه کې برياليتوب تر لاسه شو.

د نوموړي کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د کميسيون له خوا د پخوانې پلټنې د نتيجې سره سم او د دواړو ولسمشريزو نوماندانو له خوا د تړون له لاسليکېدو وروسته، اشرف غنی احمدزی د نوي افغان ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو د دواړو نوماندانو د رايو وروستې شمېرنه نه ده اعلان شوې.

د نتيجې له خپرېدو مخکې دواړو نوماندانو يعنې اشرف غني احمزی او عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت د جوړولو تړون لاسليک کړ او موافقه ئی وکړه چې د وزيرانو شورا مشر په توګه به د اجراييوي مشر څوکۍ جوړه شي.

د م م سرمنشي بان کي مون د سپتمبر په يووېشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان ولسمشريزو ټاکنو د پای ته رسيدو خوښي څرګنده کړه او اشرف غني احمدزی ته ئی مبارکي وکړه.

بان کي مون په خپله اعلاميه کې دې ته اشاره وکړه چې نوی افغان حکومت به له سختو ننګونو سره مخامخ شي، او له منتخب شوي ولسمشر اشرف غني احمدزی، اجراييوي مشر عبدالله عبدالله او ټولو افغان سياسي ډلو څخه يې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د ملي يووالي حکومت جوړ کړي.

په دې اعلاميه کې بان کي مون له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ بيا ياد کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې م م به په پر له پسې توګه د افغانستان له نوي حکومت سره نږدې همکاري وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای