د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امنيت شورا د سپتمبر په يوويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د ختمېدو او د ملي يووالي حکومت د جوړېدو هوکړه ليک د لاسليک هرکلی وکړ.
د امنيت شورا پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې دې د نوي حکومت په چوکاټ کې اړوند کارونه تر سره کړي او ټولو افعانانو ته يو متحده، سوله ييزه او سمسوره أينده ورسوي. د امنيت شورا د افغانستان له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده . په اعلاميه کې ويل شوي چې امنيت شورا ژمنه کوي چې د سولې ، روغې جوړې ، ديموکراسۍ او پرمختيا موندلو په هکله د افغانستان ملاتړ وکړي ، دغه راز له افغان نوي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د امنيت ، اقتصادي رغاونې او له نشه يي موادو سره د مبارزې په هکله اغيزمن تدبيرونه غوره کړي . اعلاميې ويلي چې امنيت شورا د افغانستان د ثبات د ورانولو په غرض د افراطي ډلو بدنام عمليات غندي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |