CRI Online

په افغانستان کې به د ملي يووالی حکومت جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-22 16:22:23

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د سپتمبر په ٢١مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوو کانديدانو اشراف غنی او عبدالله عبدالله سره د هوکړه تړون لاسليک کړ او پر دې يې موافقه وکړه چې د ملي يووالي حکومت جوړ شي او غني به د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د افغان سيمه ييزو خبري رسنيو د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر کانديد اشراف عني د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه له بل کانديد عبدالله عبدالله سره د ملي يووالی حکومت د جوړېدو په اړه د هوکړه تړون د لاسليک مراسم تر سره کړي او پکې يې د ملي يووالي حکومت د جوړولو او د واکمنۍ چوکاټي تړون لاسليک کړی دی.دواړو خواوو دې ته موافقه وکړه چې د وزيرانو ترمنځ د غونډې رئيس وټاکل شی او کابينه به لاهم د ولسمشر تر مشرۍ لاندې وي.

تر مراسمو وروسته د افغان د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ چې د ماليې پخوانی وزير اشراف غني د ولمسشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو او د نوي ولسمشر په توګه به منتخب شی .د دې کميسيون رئيس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې کميسيون له خوا د رايو د شمېرلو نتيجې له مخې نوموړو دوو کانديدانو د هوکړه تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې اشراف غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي .خو هغه د دغو دوو کانديدانو له خوا د تر لاسه شويو رايو د شمېر په اړه تفصيلات نه دی ياد کړي. دغه کميسيون داسې منلی چې د تخنيکي عواملو له امله د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځيني کوچنی تيروتنې موجودې وې او د پلټنې له لارې يې دغه نتيجه تر لاسه کړه چې له همدې وخت څخه دغه ټاکنې پای ته ورسيدلې او دا معنی لري چې د افغانستان د بيارغونې راپدېخوا د لومړی ځل لپاره د واک سپارلو په برخه کې يوه مهمه لاس ته راوړنه تر لاسه شوې ده.

د خبر له مخې د نوي ولسمشر په توګه د غني تر ټاکنې وروسته به د حکومتي وزيرانو ترمنځ د غونډې د رئيس دنده د عبدالله عبدالله پر غاړه وي.

د افغانستان اوسني ولسمشر خامد کرزي له دې نتيجې څخه خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې نوی حکومت به بری ومومي.ښايي چې د خامد کرزي پر ځای د نوی ولسمشر اشراف غني د لوړې مراسم به په راتلونکيو څو ورځو کې پرځاي شي.

خو دا څرګنده ده چې د امريکا لوري د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دې هېواد او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاسليکولو بهير ته لازياته پاملرنه ور کوي .د امريکا يو ډګر جنرال ويلي چې امريکا هيله لري چې دغه تړون ژر لاسليک شي.ځکه چې ياد تړون به په راتلونکی کې له افغانستان سره د امريکا مرستو په اړوند خبرو اترو لپاره ثابت بنسټ کېږدي .هغه زياته کړه چې امريکا له نوموړو دوو کانديدانو سره اغيزمنې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د يوه مهم ګاونډي هېواد پاکستان هم د افغان ولسمشرۍ د ټاکنو بهير ته ډېره پاملرنه کوي.د ملي يووالی حکومت د جوړېدو په اړه د يادې پرېکړې په هکله د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل ، مونږ د ملي يووالی حکومت د جوړېدو د پرېکړې هر کلی کوو.دغه کړنه د ديموکرسۍ په لور د افغانستان د روانېدو لپاره زمونږ له هيلو سره سمون لري .مونږ په دی اند يو چې ياد تړون يو مثبت پرمختګ دی. يوازې د اشراف غني او عبدالله عبدالله په هوښياره مشرۍ په افغانستان کې دغه ښه نتيجه تر لاسه شوه .موږ دغو دوو افغان مشرانو او وروڼو افغانانو ته مبارکي وايو .د دې ترڅنګ مونږ هم پردې ټيګار کوو چې پاکستان د يو سوله ييز، ثابت او متحد افغان د جوړېدو لپاره د افغانانو له کوښښونو څخه ملاتړ کوی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای