د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په ٢٢مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د وروستي پايلې د اعلانېدلو هر کلی کوي او هيله لري چې دغه ټاکنې به د افغانستان د يووالي او ثبات نوی مبداُ وګرځي.
نوموړې وويل، چې چين د ولسمشر او د اجرائيوي مشر په توګه د ټاکل کېدو له امله اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته مبارکي څرګندوي. چين له دې نه ملاتړ کوي چې د افغانستان ملي يووالي حکومت به ژر جوړ شي او دغه ټاکنې به د افغانستان د يووالي او ثبات نوی مبداُ وګرځي.
هغې وويل، چې چين د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي د افغانستان له نوې حکومت سره نژدې همکاري وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې ټينګې شي. چين به پر له پسی توګه د افغانستان د بيارغونې له بهير څخه نه ستومانه کېدونکی مرسته وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |