CRI Online

د چين استازي وغوښتل چې د نفوسو مسئله له دوه زره او پنځلسم کال وروسته په پرمختيايي اجنډا کې شامل شي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 10:49:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا او د کورنۍ لارښوونې کمېسيون مشر لي بين د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په نيويارک کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې په له دوه زره او پنځلسم کال وروسته په پرمختيايي اجنډا کې د نفوسو مسلې د شموليت ګډه هڅه وکړي او د پرمختيايي هېوادونو لا زيات ملاتړونه وکړي.

هغه په همدې ورځ د م م د عمومي اسامبلې په نهه ويشتمه ځانګړې غونډه کې وويل، د چين حکومت په اند، د نفوسو مسئله په اصل کې د پرمختيايي مسئلې يوه برخه ده. د چين حکومت د نفوسو او پرمختګ د غونډې د ختمېدو راپدېخوا د خپل هېواد د مشخصاتو سره سم د کورنۍ لارښوونې پاليسي غوره کړې، د نفوسو د ګړندی زياتوالي مخه يې نيولې او د خلکو د ژوند سويه يې لوړه کړې ده. چين به په راتلونکي کې د نفوسو او پرمختګ په ساحو کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای