CRI Online

د اېبولا ناروغۍ له امله ٢٨٠٠ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 11:15:08

د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ چې د لويديځې افريقا په هېوادونو کې د اېبولا ناروغۍ له امله نژدې ٢٨٠٠ تنه مړه شوي دي. م م وويل چې د اېبولا ناروغۍ د کنترول د ځانګړي ګروپ بېړنې ډله د سپتمبر په ٢٢مه نېټه مړه لويديځې اسيا ته ورسيده.

د م م د سرمنشي وياند سټيفان ډوجاريک د سپتمبر په ٢٢مه نېټه وويل، چې داېبولا ناروغۍ د مخنيوي لپاره د م م د ځانګړي ګروپ بېړنې ډله په همدې ورځ د ګانا پلازمينې اکرا ته ورسېده. دغه ډله پلان لري چې د يوې اډې په توګه به له اکرا څخه ناروغی ځپلو سيمو ته کارکوونکي او اړوند تجهيزات وليږي.

د معلوماتو له مخې د م م د ٦٩مې دورې اسامبلې د عادي بحثونو په موده کې به د اېبولا ناروغۍ پرضد د م م يوه لوړ پوړې غونډه تر سره شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای