CRI Online

چين به له نورو هېوادونو سره د ذروي انرژۍ د سوله ييزې کارونې لپاره ګډې هڅېوکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 14:41:51

 د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې روان کال د اټومي انرژۍ په نړيوالې اېجنسۍ کې د چين د شاملېدو له دېرشمې کاليزې سره برابر دی.د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د دې اېجنسۍ د اته پنځوسمې دورې غونډې په عنوان تبريکيه پيغام کې وويل چې چين غواړي د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ او نورو غړو هېوادونو سره يو ځای د همکارۍ ساحه پراخه ،د همکارۍ سويه لوړه او له ننګونو سره ګډه مقابله وکړي تر څو د ذروي انرژۍ د سوله ييزې کارونې چارې پرمخ ولاړ شي.

ياده غونډه د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه سهار په ويانا کې پيل شوه .د چين د پلاوي مشر او د چين د اټومي انرژۍ د څانګې مشر شو دا ځه په خپله وينا کې لومړی ياد پيغام ولوست او و يې ويل (اواز.........) نن ورځ مې له وياړه د دې غونډې په عنوان د صدراعظم لي که چيانګ د مبارکۍ پيغام وړی دی چې پکې يې ويلي چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د اته پنځوسمې دورې غونډې د پيل کېدو پر مهال يې د چين د حکومت په استازيتوب دغې اېجنسۍ ته د زړه له کومې مبارکي وويله .

لي که چيانګ په دې پيغام کې ليکي چې اوس مهال د چين حکومت د يو شنه ، داوم لرونکي،ټيټ کاربون خپرونکي ښکلي چين د ابادولو لپاره ډېره هڅه کوي .چين پردې ټينګار کوي چې د انرژۍ سپمولو ،د انرژۍ د عمومي لګښت د کنترول، د انرژۍ جوړښت د غوره والي او د پاکو انرژيو د لازياتې کارونې لپاره کوښښ کوي تر څو د ډاډمنتيا د تامينولو پر بنسټ د ذروي بريښنا چارو ته اغيزمن پرمختګ ور کړي .

شو دا جه په خپله وينا کې په عمده توګه د چين او د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ ترمنځ د همکارۍ او په چين کې د ذروي امنيت د څارنې او د ذروي تخنيک د سوله ييزې کارونې په باب معلومات حاضرينو ته وړاندې کړل. هغه وويل (اواز............) چين د نړۍ د ذروي انرژۍ په ساحه کې خپل مقام او رول ته په درنه سترګه ګوري او تل تر تله په فعاله توګه د دې اېجنسۍ له اړوندو کارونو څخه ملاتړ کوي. د دې اېجنسۍ څارنه مو منلې، په جدي توګه مو د ذروي وسلو د نه خپريدا د مخنيوي لپاره نړيواله دنده پر غاړه اخيستې ،د ذروي امنيت د ضمانت توان مو پياوړې کړی او په دې برخه کې مو د دغې اېجنسۍ د عمده رول د لوبولو څخه ملاتړ کړی او د پيسو مرستو او د استعداد لرونکيو کسانو د روزلو له لارې تر خپلې وسې پورې هغو هېوادونو ته مرستې برابرې کړې دي چې نوي يې له ذروي انرژۍ څخه ګټه اخيستې ده .

هغه زياته کړه چې د چين حکومت د ذروي وسلو له خپريدا سره ټينګ مخالفت کوي او ادعا کوي چې په پوره توګه ذروي وسلې له منځه يوسي .تر اوسه پورې چين د ذروي وسلو د نه خپرېدا تړون لاسليک کړی او د ذروي موادو د برابرونکيو هېوادونو د ډلې په شمول د ذروي وسلو د خپرېدا د مخنيوي په عمده ميکانيزمونو کې يې برخه اخيستې او د ذروي موادو د ادارې او د ذروي توکو د صادرولو د کنترول لپاره يې بشپړ سيستم جوړ کړی دی .هغه داسې هم وويل ، چين تل تر تله ادعا کوي چې بايد له کوريا ټاپووزمې څخه ذروي وسلې پاکې کړی او په دې ټاپووزمی کې دې سوله او ثبات وساتل شي .د چين حکومت د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړوند د شپږو خواوو خبرو اترو په برخه کې خپل مثبت رول لوبولی او په راتلونکی کې به هم د خپل رول لوبولو ته دوام ور کړي.

د دې غونډې په موده کې د چين پلاوي هم په ويانا کې په دې اېجنسۍ کې د چين د شاملېدو د دېرشمې کاليزې تر عنوان لاندې ځانګړی نندارتون جوړ کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای