د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د سپتمبر په ٢٣مه نېټه په بېجينګ ښار کې د روسيې د فيډرالي کميټې له مشرې ولينټينا ماتوينکو سره خبرې اترې وکړې او سره يو ځای يې د چين د ملي ولسي کانګرس او د روسيې د فيډرالي کانګرس د همکاريزې کميټې ترمنځ د اتمې غونډې مشري وکړه.
ښاغلي جانګ ده جيانګ وويل، چې لږه موده مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دوشنبه کې د روسيې له ولسمشر پوټين سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې چين غواړي له روسيې سره متقابل ملاتړ، ورخلاصون او مرستې پياوړې کړي، له بهرنيو ننګونواو خطرونو سره ګډه مبارزه وکړي او د خپل هېواد سمسورتيا پوره کړي. له دې څخه په نويو حالاتو کې له روسيې سره د اړيکو د ټينګولو په اړه د چين ټينګه رويه ښکاري. د چين ملي ولسي کانګرس هيله لري چې د روسيې له فيډرالي کانګرس سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلی کولو لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګولو لپاره مثبت خدمتونه وکړي.
دواړو خواوو د خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته د چين او روسيې د پارلماني همکارۍ کميټې منشور لاسليک کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |