د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د صدراعظم مرستيال ولوډيمير ګريسمن د سپتمبر په ٢٢مه نېټه وويل، اوکراين به په ژمی کې د ځايي اوسيدونکو د ګرمولو لپاره د ګازو پر ځای درانده نفت او د سون نور مواد استعمال کړي.
نوموړي په همدې ورځ اعلان وکړ، چې د اوکراين حکومت پلان لري چې نور زياته اندازه درانده نفت به واخلي او د ٣ مليارډو مکعب مترو پر ځای به له درندو نفتو څخه استفاده وکړي.
له دې وروسته چې د روسيې د ګازو تصدۍ د جون مياشتې په ١٦مه نېټه اوکراين ته د ګازو عرضه قطع کړه، اوکراين د ختيځې اروپا له هېوادونو څخه د ګازو د واردولو او د بدلو انرژيو د موندلو په وسيله د انرژيو کمښت د پوره کولو په هڅه کې دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |