CRI Online

په سوريه کې د اسلامي دولت په افراطي ډلې د امريکا هوايي بريدونه پيل شول

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 16:41:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا پنتاګون پر ځايي وخت د سپتمبر د ٢٢مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې امريکا له ملګرو هېوادونو سره په سوريه کې د اسلامي دولت پر افراطبي ډلې هوايي بريدونه پيل کړل.

د پنتاګون وياند جان کيربي په دغه اعلاميه کې وويل، چې امريکا او ملګرو هېوادونو په هوايي بريدونو کې جنګې الوتکې، بم غورځونکي الوتکې او حتی کروز توغندی کاروي. ځکه عمليات لاهم روان دي، نو اوس نور زيات تفصيلات نه شي خپريدای.

نوموړي وويل چې هوايي عمليات د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د صلاحيت سره سم د امريکايي پوځونو د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان له خوا پيل شوي دي.

دا په سوريه کې د اسلامي دولت پر ډلې د امريکا لومړی بريد دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای