د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان يوه چارواکي د سپتمبر په ٢٣مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار په پېښور کې د يو غيرپوځي واحد کتار له يو بريد سره مخامخ شو او له امله يې لږ تر لږه ٣ تنه ووژل او ١٣ تنه نور ټپيان شول.
د پېښور پوليسو وويل، دغه بريد پر ځايي وخت د سهار په ٨ بجو ٤٥ دقيقو رامنځته شو. يو بمونه وړونکی موټر د يو غيرپوځي واحد د کتار پر مخ روان و چې کتار ته نژدې د کنترول په وسيله چاودنه ورته چاودنه ورکړل شوه. د چاودنې له امله ٣ تنه ووژل او ١٣ تنه نور ټپيان شول چې پکې د ٣ ټپيانو حالت ډېر سخت دی. تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف په همدې ورځ د ياد بريد غندنه وکړه او حکم وکړ چې د ټپيانو د ژغورلو لپاره بايد تر وسې پورې هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |