د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر تر دوه ويشتمې نېټې پورې، په ګيني، ليبريا او سيراليون کې پنځه زره اته سوه او درې څلوېښت کسان د ايبولا په ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې نه دوه زره اته سوه او درې تنه مړه شوي دي. د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک په همدې ورځ وويل، چې م م د ايبولا سره د مبارزې لپاره يو صندوق جوړ کړ او اوس د يو مليارډ امريکايي ډالرو په راغونډولو لګيا دی.
هغه وويل، د دغه صڼدوق پيسې د غړو هېوادونو او سيمو د تقنيني سازمانونو، حکومت يا غير حکومتي سازمانونو، شرکتونو او شخصيتونو څخه راغونډېږي. پيسې برابرونکي هم کولی شي چې خپلې پيسې د ايبولا سره د مبارزې په اړه د م م نورو سازمانونو ته ورکړي.
د چين د سره صليب سازمان په دوه ويشتمه نېته د ګانا د سره صليب سازمان ته پنځوس زره امريکايي ډالره برابر کړي. د دې تر څنګ، د پنځو مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه توکي به هم دغه هېواد ته وليږل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |