د سوداګريزو بيړيو د حمايه کولو په غرض د چين د سمندري ځواک د دوو بيړيو افسرانو او سرتيريو چې دغه دوه بيړۍ اوس د ايران د عباس په بندر کې درېدلي دي ، د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه د ايران د سمندري افسرانو او سرتيريو سره د فوټبال ، پينګ پانګ او د طناب کش سيالۍ ترسره کړې څو چې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ دوستی ټينګه شی. دغه چيني پوځي بيړۍ په شلمه نېټه د عباس بندر ته رسيدلي او په بيړۍ کې له ايران څخه د مننې لپاره به مېلمستيا هم جوړه شی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |