CRI Online

لي که چيانګ د روسيې د فدرالۍ کميټې له مشرې والينتينا ماتوينکو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 19:20:38

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ٢٣مه نېټه له غرمې وروسته په بېجينګ کې د روسيې د فدرالۍ کميټې له مشرې والينتينا ماتوينکو سره وکتل. له که چيانګ وويل، چين او روسيه يو د بل سره تر ټولو ډېر لوی ګاونډي هېوادونه دي. لنډه موده مخکې د دواړو هېوادونو مشرانو په دوشنبه کې د ليدو وړ کتنه تر سره کړه. د چين او روسيې د حکومتونو، پارلمانونو او ګوندونو ترمنځ تګ راتګ نژدې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لپاره نوی خوځنده ځواک ورکړ. هيله لرم چې په راتلونکې مياشت کې له روسيې څخه زما د ليدنې پر رڼا کې به زموږ د دواړو هېوادونو اړيکې لا نورې ټينګې شي.

لي که چيانګ هيله څرګنده کړه چې د روسيې فدرالۍ کميټه به په پر له پسی توګه د دواړو هېوادونو د ملکي تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.

مېرمن والينتينا ماتوينکو وويل، چې اوسمهال د روسيې او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ نوې مرحلې ته رسېدلې دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای