د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ٢٣مه نېټه په بېجينګ کې د رويسې د فيډرالي کميټې له مشرې ولينټينا ماتوينکو سره وکتل.
رئيس شي جين پينګ وويل چې په تېر می مياست کې هغه د روسيې له ولسمشر پوټين سره په شانګهای کې کتنه وکړه.دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د چين او روسيې ترمنځ واقعی همکاری پياوړی کړي.هغه هيله لري چې د رويسې فيډرالي کميټه به په پر له پسې توګه فعال رول ولوبوي چې د دواړو خواوو د لاسليک شويو موافقه ليکونو د پلي کېدو د څارونې دنده پر غاړه لري او د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د همکارۍ او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
ماتوينکو وويل چې ولسمشرپوټين څو ځلې له رئيس شي جين پينګ سره خبرې اترې وکړې ،اوس د روسيې او چين ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په ډېر ښه حال کې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |