CRI Online

چين: د ترهګرۍ پرضد مبازره بايد د اړوندې سيمې د اوضاعو د ترينګلتيا سبب ونه ګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 20:26:45

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په درويشتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د ترهګرۍ پرضد اړوند عملونه بايد د م م د منشور له اساسي اصولو سره سمون ولري او د اړوندې سيمې د اوضاعو د ترينګلتيا سبب ونه ګرځي.

وياندې هوا وويل، چين دې ته پام وکړ چې اړوند هېواد په سوريه کې ياد شوي عمل وکړ. هيله ده چې په دغه فعاليت کې به عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې نه وړلي. چين تل د ترهګرۍ پرضد د مبازرې په برخه کې د نړيولې ټولنې له تدبيرونو څخه ملاتړ کوي او دا نظر لري چې نړيواله ټولنه بايد په دې باره کې لا ښه همکاري وکړي. چين تل له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره هڅه کوي. چين غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د نړيوال قانون او د اړوندو هېوادونو د حاکميت، خپلواکي او خاورو د بشپړتيا درناوی کوي. چين هيله لري چې د نړيوالې ټولنې د ګډو کوښښونو له لارې به د اړوند هېواد ثبات، نظام، روغې جوړې، سولې او پرمختګ به ژر تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای