CRI Online

د هندی فلمونو فيستيوال په بيجينګ کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 21:10:50

د هندی فلمونو فيستيوال په بيجينګ کې تر سره شول

٢٠١٤ کال د چين او هند تر منځ د دوستی تګ راتګ له کال سره برابره ده او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تفاهم او دوستې ټينګتيا لپاره د هندی فلمونو فيستيوال لږه موده مخکې په بيجينګ کې تر سره شول.

د فلمونو فيستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې په چين کې د هند لوی سفير اشوک کانتا يوه وينا وکړه او ويې چې چې د ده زيات شمېر چيني ملګرو هند فلمونه کتلی او ځيني يې حتی د کاروان په نوم د مشهور هندی فلم سندرې زمزمه کولی شي. هند به د دغه فيستيوال له لارې چيني نندارچيانو ته تازه هندی فلمونه ښودنه ورکړي او چيني نندارچيان به له نويو هندی فلمونو څخه د نوی او عصری هند په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کړي. (اواز)

٢٠١٤ کال د چين او هند تر منځ د دوستی تګ راتګ کال دی. په چين کې د هند لوی سفارت به د چين په دوولسو ښارونو کې د دغه کال د يادونې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تګ راتګ په ترڅ کې د فلمونو مقام ډېر مهم دی، نو د هندی فلمونو فيستيوال ستر اهميت لري. چين او هند په ټوله نړۍ کې د فلمونو لوی بازارونه دي او د فلمونو اخيستلو په چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ډېره اړينه ده.

د چين د راډيويی او ټلويزيوني پروګرامونو عمومی ادارې د فلمونو رياست مرستيال لوان ګو جی په خپله وينا کې د هندی فلمونو د فيستيوال هرکلی څرګند کړ او ويې ويل چې په هند او چين کې د يو بل هېواد د فلمونو فيستيوالونو تر سره کولو د تړون له مخې د تير کال په جون مياشت کې په هند کې په بريالې توګه د چيني فلمونو نندارتون تر سره شوی او روان کال به د چين په بيجينګ، ګانګ جو او نورو ښارونو کې د هندی فلمونو فيستيوال پر ځای شي. (اواز)

د هندي فلمونو توليد اندازه په نړۍ کې لومړې ځای نيسي او هندي فلمونه خپل ځانګړتيا لري چې په نړۍ کې شهرت مومي. د اوارا(AWARA) او کاروان په شمول هندي فلمونه په تيرې پيړۍ کې د چيني نندارچيانو په يادونه کې ژورې خاطرې پاتې شوې او په وروستيو کلونو کې د دريو ساده کسانو په نوم فلم هم په چين کې برياليتوب تر لاسه کړ. چين او هند په اسيا کې د فلمونو مهم توليد هېوادونه دي او د فلمونو جوړولو په چارو کې ښه راتلونکې لري چې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فضا هم لويه دهږ اوس دواړه هېوادونه د فلمونو جوړولو په هکله د همکاريز تړون د لاسليکولو په هکله بحث کوي او د روان کال په نومبر مياشت کې به چين د عمده ميلمه هېواد په حيث د هند د نړيوالو فلمونو په پنځه څلويښتم فيستيوال کې ګډون ولري. هېله من دی چې په دې فيستيوال کې د دواړو هېوادونو د فلمونو د ادارې څانګې او د فلمونو جوړونکو تر منځ تفاهم او همکارۍ پياوړې شي چې د دواړو هېوادونو د فلمونو چارو د ګډې سمسورتيا هڅونه وکړي.

د هند د مالوماتو او راډيوګانو چارو څانګې مامورې ميرمن کوترو وويل په ١٩١٣ کال کې د هند لومړی فلم جوړ شوی او تر تير کال پورې د هندي فلمونو تاريخ سل کاله تير شوی. په يو سلو کلونو کې د فلمونو په ساحه کې د چين او هند تر منځ تګ راتګ هيڅکله ځنډ شوی او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستې هم ټينګې شوې. (اواز)

تېر کال د چين د مطبوعاتو ، راډيويی او ټلويزيوني پروګرامونو د ادارې عمومي مشر څای فو چاو هند ته د سفر په موده کې په هغو دريو برخو کې له هند سره تړونونه لاسليک کړل، لومړی دا چې د چين او هند په يو بل هېواد کې د فلمونو فيستيوال جوړيدو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري تګ راتګ هڅول دي، دويم دواړه خواوې به نور همکاريز تړونونه لاسليک کړي او دريم دا چې هند به چين ته بلنه ورکړي چې د هند د نړيوالو فلمونو په فيستيوال کې برخمن دي. زما په زه کې چين زما دويمه کورنۍ ده. زه هيله لرم چې چين د هندي فلمونو خوښ کړي او هندي فلمونه به د دوی په زړونو کې مقام ونيسي.

د مالوماتو له مخې د هندی فلمونو فيستيوال په موده کې به د چين په سنيمارونو کې د اکبار پاچا، د Bhaag Milkha Bhaag بهاګ ميلخا بهاګ، د Dil Chahta Hai ديل چاهتا خای په شمول اته مشهور هندي فلمونه ښودل شي چې د سندرو، نڅاوو، وهلو، ډرامو او مينو په شمول شکلونه په کې شامل دي. چيني نندارچيان له دغو فلمونو څخه په ښه توګه د هند د تاريخ، دودونو او سياسی او اقتصادي حالت په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای