CRI Online

يوه نړۍ يوه سپوږمۍ

cri     (GMT+08:00) 2014-09-23 21:16:06

يوه نړۍ يوه سپوږمۍ

د سپوږمۍ دوديز اختر په اړوند د شعرونو شپږمه مشاعره د سپتمبر په اوومه نېټه په بيجينګ کې د چين په زريزه څلي کې تر سره شوه. د سويدن، ايتاليا، هند، ميانمار، امريکا، مصر د چين د لويې برخې، مکاو او هانکانګ مشهورو شاعرانو په زړه پورې شعرونه شريک کړل او په ګډه يې د سپوږمۍ دوديز اختر د رارسېدو هرکلی په ښکليو شعرونو کې وکړ. د چين د نوبيل په نامه د ادبي جايزې تر لاسه کوونکي مو يان د دغې مشاعرې لپاره په خطاطۍ په چين کې د شعرونو د احساساتو جمله ليکلې ده.

د نوبيل په نامه د ادابي جايزې د ارزونې کميتې رئيس يعنی د سويدن مشهور شاعر، ليکوال او د ادابياتو او تاريخ روه کجيل يسپمارک هم په بلنه په دې مشاعره کې ګډون وکړ. هغه په خوښې سره د شعرونو په نړيواله مشاعره کې ګډون کوي. (اوا)

د شعرونو په هکله دغشان فعاليت د شاعرانو تر منځ د تګ راتګ پياوړتيا لپاره ګټه لري چې د يوې لويې شبکې په شان د شعرونو مينوالان راغونډ کړی او شاعرانو ته يې د خبرو اترو يوه صحنه برابره کړه. ما د دغه ځای له لارې زيات شاعران پيژندلی دی.

څلور اتيا کلن ښاغلي يسپمارک نه يوازې په دې مشاعره کې د مينې سندرې په نوم خپل په زړه پورې شعر لوستلی او د شعرونو په يو سمينار کې يې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له شاعرانو سره د شعرونو د جوړيدو تجربې شريکې کړې دي. ښاغلي يسپمارک وويل شعر له اسمان څخه لويدلی نه شی کيدای، خو د شاعرانو نه ستومانه کيدونکو کوښښونو ته اړتيا شته. هغه وويل(اواز)

د ځينو کسانو په اند د شعرونو ليکلو په وخت کې د زياتو ادابياتو د لوستلو او زده کړی اړتيا نه شته، خو له احساساتو څخه راغلی شي، خو دا امکان نه شته. د شعرونو ليکل اسانه نه ده چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. ما زيات ليکولان او ناول ليکلی دی، خو زما لپاره د يو ښه شعر ليکل ډېر ستونزمن دی چې د ډېر وخت کوښښونو او تجربو ته اړتيا لري.

د شعرونو په سمينار کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو شاعرانو د شعرونو د جوړولو او ژباړلو په هکله تاوده بحثونه تر سره کړي چې زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړيديږ د چين د هانکانګ د شعرونو ټولنې مشر ښاغلي شيو شي له سمينار وروسته وويل د چين او لويديځو هېوادونو د شعرونو دودونه يو شان نه دي، د شعرونو په اړوند د دغه نړيوال فعاليت له لارې د چيني شاعرانو سويه لوړې شوې ده. برسيره پر دې د ښاغلي شيوی شي په اند په ځوانانو کې د شعرونو د اغيزو پراخوالی ډېر اړين دی. (اواز)

اوس مهال په ښارونو کې ډېره سمسوره ده او د عادی خلکو د ژوند او مالونو وړتيا کافې ده. د مالونو وړتياوو له کافی کيدو وروسته د روحيې ارزښت ډېر مهم دی. نو زما په نظر شعرونه د پلانولو وړ دی چې ځوانانو ته خپرېږي. خو د شعرونو پرمختګ بايد له انټرنيت سره ګډ شي چې د پرمختګ فضا به وموندل شي.

د سپوږمۍ دوديز اختر په اړوند د شعرونو مشاعره په ٢٠٠٩ کال کې جوړه شوه چې د چين په دننه او بهر کې شاعران او کارپوهان په کې ګډون کولی شي چې تر اوسه پورې شپږې دورې جوړې شوې دي. د روانې دورې د شعرونو مشاعرې مضمون يوه نړۍ يوه سپوږۍ ده. د دغې مشاعرې د عمومي پلانونکي په توګه ښاغلي شي جينګ وويل(اواز)

نړيوال کلتور يو نوي پړاو ته رسيدلی دی، کلتور د زياتو کسانو پاملرنو ته اړتيا لري. د شعرونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ کلتوري تګ راتګ پياوړی کيدای شي. نړيوال د شعرونو له لارې د بېلا بېلو ډولو کلتورونه پيژندلی شي او خپلمنځي توپيرونه له منځه وړلی شي. چينايان دا عادت لري چې د سپوږمۍ په دوديز اختر کې شعرونه زمزمه کوي، نو دغه اختر د شعرونو له لارې د نړيوالو د راغونډولو ښه وخت دی.

د پخوا په نسبت د دې دورې د شعرونو په مشاعره کې فارعی څانګې هم جوړې شوې. د چين د ان هوی ولايت شاعر لو ليانګ په څه دپاسه شلو کلونو کې د شعرونو جوړولو په کار لاس پوری کړی او کوي يې، دا نظر يې څرګند کړ چې دغه مشاعره د بېلا بېلو هېوادونو د شعرونو د خپريدو لپاره ګټور دی. (اواز)

پخوا مو يوازی په خپل ولايت او يا په چين کې د شاعرانو تر منځ تګ راتګ زيات و، دا ځل د مختلفو هېوادونو شاعرانو راغونډ و چې د بېلا بېلو ډولو کلتور او ژبو ځانګړتياوې شته.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای