CRI Online

چين د تښتول شويو تاريخی اثارو د بيرته لاس ته راوړلو لپاره ډېرې هڅې ته اړين دی

cri     (GMT+08:00) 2014-09-26 21:24:45

چين د تښتول شويو تاريخی اثارو د بيرته لاس ته راوړلو لپاره ډېرې هڅې ته اړين دی

د کلتوري اثارو د بيرته لاس ته راوړلو په اړه د کارپوهانو څلورمه غونډه لږه موده مخکې د چين د ګان سو ولايت په دون هوانګ کې پای ته ورسيده. دا لومړی ځل دی چې چين د دغې غونډې مشری وکړه او په غونډه کې يې د نړۍ د اړوندو نړيوالو سازمانونو، حکومتي څانګو او کارپوهانو د تښتول شويو تاريخی اثارو د بيرته لاس ته راوړلو په هکله پيشنهادونه وړاندی کړل. چين د يادو تاريخی اثارو د بيرته لاس ته راوړلو په برخه کې درنې دندې په غاړه لري او بايد د نړيوالې ټولنې له تجربو څخه زده کړه وکړي.

د شمېرنې له مخې له اتلس سوه څلويښتم کال يعنی د ترياکو جګړې راهيسې له لسو مليونو نه زيات چيني تاريخي اثار نورو هېوادونو ته يا تالا ترغۍ شوي يا تښتول شوي دي. دا يو ستر چلينج دی چې دغسې لوټ شوي تاريخي شيان څنګه بيرته تر لاسه شی . اوس خاوندو هېوادونو ته د لوټ شويو تاريخي اثارو او نښو بيرته ورکونه د کولتوري اثارو د ناقانونه صادر او وارد او ددوي د مالکيت حق د انتقال د مخنيوي په هکله تړون له مخې اجرا کېږي چې دغه تړون د م م د يونيسکو سازمان لخوا په نولس سوه اوويايم کال کې لاسليک شوی دی. خو ددي تړون اجباري قوه محدود دی .د وو هان پوهنتون د نړيوالو قوانينو اکاډمۍ پروفيسر ګو يون جيون وويل چې د حکومتونو ترمنځ همکاری ددې مسئلې د حلولو عمده شکل دی.

( اواز١) د حکومتونو ترمنځ همکاری، په تېره بيا د څواړخيز او دوه اړخيز تړون لاسليک ممکن اغيزمنه لار وي چې له امله به يې نورو هېوادونو ته تښتول يا لوټ شويو تاريخي اثارو د بيرته تر لاسه کولو شونتيا زياته وي .

اوس د چين حکومت د امريکا په شمول د اتلسو هېوادونو سره د تاريخي اثارو او نښو د ناقانونه ننوتلو د مخه نيولو او د دغو شيانو د بيرته ورکولو په هکله دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي او د يادو تړونونو له مخې يې زياته اندازه تښتول شوي تاريخي اثار بيرته ترلاسه کړي دي. خو ډير تاريخي اثار لا هم په نورو هېوادونو کې پاتې دي . نو کارپوهانووړانديز وکړ چې بايد د رسمي او ملکي دعوې له لارې دغه شيان بيرته تر لاسه شی. په دې هکله چين کامياب شو ، مثلا له برېتانيا ،امريکا او دنمارک څخه د دعوي له لارې تاريخي شيان بيرته لاس ته راوړي دي، خو متاسفانه د يوان مين يوان له شاهي باغ څخه د فرانسوي تيري کوونکو لخوا د غلا شويو ميسي حيواني سرونو د بيرته تر لاسه کولو په دعوه کې ناکام شو . پروفيسر ګو زياته کړه

( اواز٢) د قضايي دعوې له لارې د تاريخي اثارو بيرته لاس ته راوړنه له زياتو ستونزو سره مخامخه ده .

جنوبي کوريا په دې برخه کې ډيرې تجربې لری او د بېلا بېلو شکلونو له لارې يې له جاپان څخه لوټ شوي تاريخي شيان بيرته لاس ته راوړي دي. د دغه هېواد د سيول پوهنتون پروفيسر بي کون ګوان چين ته دا وړانديز وکړ

( اواز٣) څرنګه چې له چين څخه ډير زيات تاريخي اثار غلا يا تښتول شوي دي ، نو د چين حکومت بايد د دغو شيانو د بيرته تر ګوتو کولو لپاره يو طولاني او سيستماتيک پلان جوړ کړي ، شونتيا نشته چې په لنډه موده کې دغه شيان تر لاسه شی.

له نورو هېوادونو څخه د غلا يا تښتول شويو تاريخي اثارو د بيرته لاس ته راوړلو لپاره د چين په غاړه دندې درنې دي . د چين د تاريخي اثارو د ادارې مرستيال ګو يو څاي وويل چې چين بايد په څو اړخونو کې کوشش وکړي .

( اواز ٥) لومړی بايد د بيلابيلو اړوندو څانګو ترمنځ ګډ عمليات پياوړی شی څو چې له بيخه د تاريخي اثارو د غلا او قاچاقمخه ونيول شي ، دوهم بايد د ګمرکاتو اداره پياوړې شی ، دريم موږ بايد په فعاله توګه د نړيوالو سازمانونو او نړيوالو تړونونو په اړوندو فعاليتونو کې برخه واخلو ، څلورم بايد په مداومه توګه له اړوندو هېوادونو سره مربوط دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي څو چې تاريخي شيان نورو هېوادونو ته انتقال شی.پنځم بايد د ديپلوماسۍ او عدليې له لارې اړونده شواهد برابر کړو څو چې په پخوا زمانه کې لوټ شوي او يا په ناقانونه توګه قاچاق شوي تاريخي اثار بيرته لاس ته راوړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای