CRI Online

د ډيوه لېږدونکي يوه ورځ

cri     (GMT+08:00) 2014-10-15 16:41:41

د اينچيون ښار د چيني ښارګوټي نوم واټ په غاړه يو قهوه خانه کې چې ډيره ګڼه ګوڼه وه ، د وان دو فو نومېږي او دغه نوم په انګليسي ژبه Wonderful تلفظ کېږي ، خبريال ددې قهوه خانې له خاوند چيني اوسېدونکي شيو شيوې باو سره مرکه وکړه . هغه وويل ځکه زما قهوه خانه د وان دوفو په نوم ونومول شوه ، علت يې دا دی چې غواړم د نورو نه ښه کاروبار وکړم . دده په وينا ددې واټ په دواړو غاړو چې نژدې دوه سوه متره اوږدوالی لری ، دده لخوا دوه رستورانتونه او يوه قهوه خانه جوړ شوي دي چې نومونه يې ټول د وان دو فو نوميږي . څو ورځې مخکې ښاغلی شو د تانګ ژن واټ په سر په اينچيون کې د يوازني چيني اوسيدونکي په توګه د اسيايي لوبو ډيوه پورته کړه .

ښاغلی شو شوي باو

هغه وويل چې له اټکل څخه وتلې خبره دا وه چې هغه د ډيوه ليږدونکي په توګه وټاکل شو. د ټاکلي پلان له مخې د ډيوه ليږدونکو د ټاکنې نتيجه د لوبو د پرانستلو په وروستي مهال کې اعلان شوه . ښاغلی شو مخکې د ډيوه ليږدونکي په توګه نوماند شو ، هغه ورځ سهار وختي د واټ په سر ښاغلی شو او نور لسګونه نوماندان ولاړ وو څو چې د رسمي ډيوه ليږدونکي نوم اعلان شی. د ټولو نوماندانو په نظر د ولسي کانګرس يو استازی به انتخاب شی، ښاغلي شو وويل چې د اينچيون ښار په منځنۍ سيمه کې يو لک تنه اوسيږي او بايد له دومره زياتو وګړو څخه لس ډيوه ليږدونکي انتخاب شی ، ويل کېږي چې له لسو زرو تنو څخه يو وټاکل شی.

د ډيوې ليږدولو فعاليت تر ختمېدو وروسته ښاغلي شو لا هم په خپل رستورانت کې د مشتريانو خدمت کولو ، خو د ډيوه ليږدونکي سپين رنګ جامه يې نه ده ايستلې.

پنځه پنځس کلن ښاغلی شو د يوه ماشوم غوندی ډير خوشحاله شو ځکه چې په اسيايي لوبو کې د يوه چيني ډيوه ليږدونکي په توګه وټاکل شو . دده په وينا اصلی علت يې دا دی چې خپل وطن غښتلی او اباد شوی دی.

په ورځپاڼه کې د ډيوه ليږدونکي په توګه د ښاغلي شو عکس 

د چين ختيځ شان دونګ ولايت د ښاغلي شو ټاټوبی دی. پلار يې لا پخوا اينچيون ته د دايمي هستوګنې لپاره لاړ . د تېرې پيړۍ په پاي کې د اينچيون ښاروالي د چيني ښارګوټي په نوم واټ د ابادولو په هکله له ښاغلي شو سره بحث وکړ چې په پايله کې دده لخوا د ټاکل شوي پلان له مخې واټ د اصلي بڼې سره سم جوړ شو .

د اينچوان په ښار کې د چين ښار ګوټی

ښاغلی شو او د ده د راستورانټ کارکوونکي

له وروستيو کلونو راهيسې ښاغلی شيو د چيني ښارګوټي د سوداګرانو په ټولنه کې دنده په غاړه لری څو چې د چيني سوداګرانو لپاره خدمتونه برابر کړي . په دوه زره اووم کال کې هغه لومړنی رستورانت پرانيست او هره ورځ له يو زرو نه زيات مشتريان مني .د ځوانيتوب په موده کې ښاغلی شيو په پخلنځي کې اخته و او په يوويشت کلنۍ کې د رستورانت خاوند شو. هغه په فارغ وخت کې د هستوګنې سيمې د کوريايي وګړو لپاره کورسونه جوړوي او د چيني خوړو د پخلي هنر په هکله مالومات ورکوي. هغه وويل چې اوسمهال د جنوبي کوريا په څو ښارونو کې د چيني ښارګوټي شته او په اينچيون کې چيني ښارګوټی د جنوبي کوريا نورو ځايونو ته د چيني خوړو د معرفي کولو پيل ځاي دی. پرته د چيني خوړو د معرفي کولو نه له ځايي وګړو سره د يو ډول ځانګړې ښوروا د سرچينې په هکله بحثونه کوي. د زياتو کورسونو د جوړولو په امله ښاغلی شيو هم مشهور شو او دوه مياشتې وروسته به د سيول پوهنتون په بلنه ددې پوهنتون د زده کوونکو لپاره د چيني کولتور او په نورو هېوادونو کې د اوسيدونکو چينايانو د کولتور په هکله کورس جوړ کړي . دا عادی کار دی چې کوم پوهنتون کوم يو پروفيسر ته د کورس جوړولو بلنه ورکوي ، خو دده غوندي يو معمولي چيني اوسيدونکي ته په عالي مدرسه کې د کورس جوړولو بلنه ورکول معمولی کار نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای