CRI Online

لي که چيانګ: چين به د نړيوالو غلودانو د خوندۍ هڅونې لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-16 15:59:57

د م م د غلودانو او کرهنيزو چارو سازمان د عمومي مدير جوسې ګرازيانو سيلوا په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د اکتوبر په ١٥مه نېټه سهار د دغه سازمان له عمومي مقر څخه لېدنه وکړه. لي که چيانګ په کې د يوې وينا په ترڅ کې د چين د کرهنيزو چارو د پرمختيا تګلارې او د غلودانو د خوندۍ تامينولو لپاره کوښښونه بيان کړل. هغه وويل چين غواړي له نړۍ سره تجربې شريکې کړي او اړوندو هېوادونو ته مرستې برابرې کړي.

د اکتوبر شپاړسمه نېټه د غلودانو له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د چين صدراعظم لي که چيانګ په پنځلسمه نېټه په روم کې د م م د غلودانو او کرهنيزو چارو سازمان په عمومي مقر کې يوه وينا وکړه. لي که چيانګ د نړۍ د غلودانو د خوندۍ لپاره د دغه سازمان د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل(اواز)

همدااوس ما د غلوادانو او کرهنيزو چارو د سازمان ودانۍ ته ننوتلی، په لوی تالار کې می وليدله چې پر ديوال بادې په څو ژبو هغه جمله ليکل شوي چې هر تن خوراکونه خوړلی شي. دغه جمله د دې سازمان دنده او د بېلا بېلو هېوادونو ګډه موخه هم ده. د اوږدې مودې راهيسی دغه سازمان، د نړيوالو غلودانو د پروګرامونو ادارې او د کرهنيزو چارو د پرمختيا نړيوال صندوق د دغې موخې لپاره له خپلو غړو هېوادونو سره په بېلا بېلو شکلونو مرستې وکړې او په نړۍ کې په مليارډو کسانو ته د غلودانو برابرولو لپاره مهم خدمتونه تر سره کړيدي.

لي که چيانګ د بېلا بېلو هېوادونو استازيو ته د بی وزليتوب ليری کولو په چارو کې د چين د تجربو او راتلونکې په هکله مالومات ورکړل. هغه وويل(اواز)

د چين حکومت کرهنيزو چارو ته په درنه سترګه ګوري او تل پر دې ټينګاروي چې د هېواد په دننه کې په خپله د غلودانو ضمانت رامنځته کيدای شي، دغه راز د کرهنيزو چارو دواملرونکې پرمختيا ته هم پاملرنه کوي. موږ د نړۍ له منځنې سويې څخه د کمو کروندو او اوبو په کارولو سره په نړۍ کې د نږدی شل سلنې کسانو د خوړلو مسئله حل کړه.

اوس په نړۍ کې څه دپاسه اته سوه مليونه بی وزلی کسان د غلودانو او غذا د ناکافيوالي له ګواښونو سره مخامخ دي. د کرهنيزو چارو پرمختيا هڅول او د بی وزليتوب او وږيتوب له منځه وړل لا هم د نړۍ په وړاندې لويه ننګونه او د ټولو انسانانو ګډې دندې دې. لي که چيانګ وويل نړيواله ټولنه دې سره همکارۍ وکړي او د پرمختيايی هېوادونو په تيره بيا د پاتی وروستی هېوادونو غوښتنو ته پاملرنه وکړي. هغه وويل(اواز)

موږ غواړو له بېلا بېلو هېوادونو سره د کرنو تکنالوژۍ، تجربې او د کرهنيزو چارو د پرمختيا شکلونه شريک کړو. په چين کې د پيوند شويو شولو توليد لارې زياتو هېودونو ته ګټې رسولې دي. د چين حکومت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د م م د غلودانو او د کرهنيزو چارو سازمان ته پنځوس مليونه امريکايی ډالره ورکړي چې په کرهنيزو چارو کې پرمختيايي هېوادونو تر منځ په همکارۍ کې وکارول شي او د غلودانو د پروګرامونو نړيوالې ادارې او د کرهنيزو چارو د پرمختيا نړيوال صندوق ته لا نور ملاتړ وکړي.

د ياد سازمان عمومي مدير ګرازيانو په خپله وينا کې د غلودانو د خوندۍ او د بی وزليتوب ليری کولو په برخو کې د چين د حکومت د برياليتوبونو ستاينه وکړه او ويې ويل(اواز)

موږ پوهېږو چې چين په بريالې توګه د غلودانو خوندۍ په برخه کې ننګونې حل کړې دي او تازه په دې خبر شوی چې په چين کې د غلودانو توليد اندازه يو ځل بيا زيات شوې. چين په نړۍ کې د نهه سلنې ځمکو او د يو په درېيم اوبو په کارولو سره په نړۍ کې د شاو خوا شل سلنې کسان روزنې کوي.

په نړۍ کې د لومړی لوی پرمختيايي هېواد او تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد په توګه چين د نړيوالو غلودانو د خوندۍ تامينولو په برخه کې مهمه دنده پر غاړه لري. که څه هم د چين د کرهنيزو چارو پرمختيا له زياتو ستونزو مخامخ دي، خو چين به په عمده توګه د خپل واک په اتکا د غلودانو مسئله حل کړي او په نړۍ کې د وزيتوب او بی وزليتوب د له منځه وړلو او د دواملرونکې پرمختيا لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډ کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای