CRI Online

د چين او ايټاليا صدراعظمانو د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت اوونۍ په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-10-17 15:29:55

د چين او ايټاليا د ساينس او تېکنالوژۍ د اوونۍ غونډه د اکتوبر په ١٦مه نېټه د ميلان د انجنيرۍ په پوهنتون کې تر سره شوه.د چين او ايټاليا صدراعظمانو په دې غونډه کې ګډون او ويناوې يې وکړې.دوی پر دې ټينګار وکړ چې د ساينس او تېکنالوژۍ نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په بهير کې ستر اهميت لري.دوی هيله لري چې د چين او ايټاليا ځوانان به د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت له لارې د دواړو هېوادونو د صنعت د سيالۍ ځواک پياوړی کړي.

د چين او ايټاليا ترمنځ د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت د پنځمې دورې همکاريزه غونډه د چين د ساينس او تېکنالوژۍ وزارت او د ايټاليا د ښوونې پوهنتون د عملي څېړنې د څانګې له خوا جوړه شوه چې د چيني تصديو ، پوهنتونونو او د علمي څېړنيزو سازمانونو څه د پاسه ١٥٠ استازو او د ايټاليا څه د پاسه ٣٠٠ استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود.د چين صدراعظم لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې ايټاليا لرغونی تمدن او چين د لرغونی ختيځ پوهې او تجربه لري. په تاريخ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې ژورې دي او اوس د چين او ايټاليا ترمنځ همکاري نوې مرحلې ته ننوتلې ده.د چين صدراعظم لي که چيانګ وويل:

پرون مې له صدراعظم ماتيو رنزي سره د ٨ مليارډو يورو يعنې د ١٠ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د موافقه ليکونو لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ چې پيمانه او شمېر يې د تېر په پرتله ستر بدلون لري.د علمي همکارۍ،متقابلې پانګونې او پولي همکارۍ د ساينس او تېکنالوژۍ له نوښت سره نژدې اړيکې لري.دا د نوښت زمانه ده چې د ساينس او تېکنالوژۍ له لارې به د جوړوونکي صنعت د سيالۍ توان ولري.

د روانې غونډې په ترڅ کې به د دواړو خواوو ګډون کوونکي د هوښيارو او تجربه لرونکو ښارونو د ابادولو او د نويو چارو د پرمختګ په اړه تبادله او بحثونه وکړي او د مخابراتو د تخنيکونو او د نوې انرژۍ په برخو کې همکاريز موافقه ليکونه به لاسليک کړي.صدراعظم لي که چيانګ وويل چې د ساينس او تېکنالوژۍ نوښت نه يوازې د ساينس په اړه د پوهنې او د تخنيکونو په وسيله ، بلکې د نظريو له لارې له رامنځته شي.هغه هيله لري چې د چين او ايټاليا ځوانان به د لوېديځ او ختيځ د پوهو او تجربو له لارې لازيات نوښتونه رامنځته کړي او ورسره به د دواړو هېوادونو د صنعتي چارو د سيالۍ توان لوړ شي.د ايټاليا صدراعظم ماتيو رنزي د لي که چيانګ د وينا ډېر ملاتړ وکړ.هغه وويل چې يوازې هغه ملت به ښه راتلونکې جوړه کړي چې لرغونی تاريخ لري .

د صدراعظم لي که چيانګ وينا هم د چين او ايټاليا د ګډون کوونکو تود هرکلی تر لاسه کړ.د شانګهای د تونګ جي پوهنتون زده کوونکي يانګ دان وويل:

زما لپاره د يادونې وړ خبر دا وه چې صدراعظم لي که چيانګ وويل ،چين او ايټاليا به د نوښت او ډيزاين په برخو کې تبادله پياوړی کړي. دا هم زما لپاره ډېره د ارزښت وړ خبره ده چې د زده کړې او ژوند کولو په بهير کې نوښت ولټوم.

د ميلان د انجنيرۍ پوهنتون په ايټاليا کې د انجنيرۍ په برخه کې يو معتبر پوهنتون دی چې د چين له ډېرو پوهنتونونو سره د علمي څېړنې او د زده کوونکو د تبادلې همکاري لري.د دغه پوهنتون د مشر مرستيال نوسي د چين او ايټاليا ترمنځ د علمي نوښت د همکارۍ په اړه داسې وويل:

زموږ په اند د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا ستره او پراخه ده.هيله لرم چې دغه غونډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو اترو په تر سره کېدو کې فعال رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای