CRI Online

د م م د امنيت شورا غوښتنه وکړه چې د اسلامي هېواد په نوم ډلې پر ضد مبازره پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-20 15:56:40

په دې وروستيو ورځو کې د عراق په لوېديځ او د سوريې په شمال کې د اسلامي هېواد په نوم ډلې پر له پسې بريدونه يو ځل بيا د ګردې نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. که څه هم له دوو مياشتو راهيسې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد د هوايي بريدونو له امله دې ډلې تر يوې اندازې پورې زيانونه خوړلي ، خو په يو شمېر جنګي ډګرونو کې دوی لا هم ډېر غښتلي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څېړنې سازمان چې مقر يې په لندن کې دی،د اکتوبر په ١٨مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د سوريې په ختيځ او شمال کې د امريکا د هوايي بريدونو له امله ٥ عام وګړي ووژل شول.دغه سازمان وويل چې د هوايي بريدونو له امله د سوريې په شمال کې د يو ماشوم په ګډون ٣ تنه وژل شوي او د سوريې په ختيځ کې ٢ تنه وژل او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سوريې او ترکيې په سرحدي ښار قوباني کې د اسلامي هېواد په نوم د افراطي ډلې او کردي وسلوالو ترمنځ جګړې دوام لري.د ياد سازمان په قول د اسلامي هېواد په نوم د افراطي ډلې ٨ وسله وال د حکومتي ودانۍ په شاوخوا سيمه کې د کردي وسله والو د بريد له امله ووژل شول.بر سېره پر دې، کردي وسله والو هم په بريالۍ توګه د قوباني په لوېديځ کې د راډيو يوه ودانۍ ونيوه.د لبنان د ميدان تلويزيون د خبر له مخې،د اسلامي هېواد په نوم د افراطي ډلې يو مشر محمد جاسيم هم د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله وژل شوی دی.

د عراق د بغداد په لوېديځ کې جنګي حالت هم د ډېر پاملرنې وړ دی.ځکه چې افراطي ډلې د الانبار ولايت د ٨٠ سلنې سيمې تر لاسه کړې او په پر له پسې توګه يې مرکز الرمادي ته د نژدې کېدلو په حال کې دي.دا ځای هم د بغداد په لوېديځ کې ستراتيژيکه دروازه ده.څو ورځې مخکې سل تنه پوځي امريکايي سلاکاران رمادي ته نژدې ٢ پوځي اډو ته رسېدلي و چې د عراق د امنيتي ځواکونو او د سنيانو د قبائيلي وسله والو د روزنې دنده به پر غاړه ولري.

يو عراقي پوځي کارپوه د اکتوبر په ١٩مه نېټه خبر ورکړ چې د رمادي په شاوخوا سيمو کې د جګړو په ترڅ کې د افراطي ډلې لږ تر لږه ٥٠ تنه وسله وال ووژل شول.د رمادي له لوېديځ څخه په ٩٠ کيلو مترۍ کې د عراق امنيتي ځواکونو،پوليسو او د قبائيلي وسله والو له خوا ګډو ځواکونو په بريالۍ توګه د اسلامي هېواد په نوم د افراطي ډلې حملې شنډې کړې چې له امله يې ٣٠ تنه وسله وال وژل او يو شمېر موټرونه ويجاړ شوي دي. په ختيځ کې د عراق امنيتي ځواکونو او افراطي ډلې ترمنځ د جګړې له امله څه د پاسه ٢٠ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې،د عراق حکومت هيله لري چې له امريکا څخه د فير پاد په نامه نور ٨٠٠ توغندي تر لاسه کړي . د خبر له مخې، د امريکا کانګرس په تېر اګست کې د حکومت دا غوښتنه منظوره کړې چې پر عراقي ځواکونو د فير پاد په نامه ٥ زره توغندي خرڅ کړي او د اټکل له مخې به په راتلونکي نومبر کې عراق ته توغندي ورکړي شي.له دې مخکې امريکا د اسلامي هېواد په نوم له افراطي ډلې سره د مبازې لپاره عراقي ځواکونو ته ١١٠٠ توغندي ورکړي دي .

د م م د امنيت شورا پر ځايي وخت د اکتوبر په ١٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې د اسلامي هېواد په نوم ډلې پر ضد مبازره پياوړې کړي.په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې نړيواله ټولنه بايد د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د عراق د حکومت او ځواکونو ملاتړ وکړي تر څو د اسلامي هېواد په نوم له افراطي ډلې سره مبارزه پياوړې کړي. اعلاميې پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد دغې افراطي ډلې ته ماتې ورکړي.

له يوې ورځې مخکې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سوريه او د عراق په لوېديځ کې د پوځي عملياتو په اړه خپله اندېښنه وښودله.په عين وخت کې امريکا هم د ترکيې ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره کوښښ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای