CRI Online

يانګ جي چه د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له سلاکارې رايس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 08:33:43
يانګ جي چه د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له سلاکارې رايس سره وکتل

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه د امريکا په پايتخت واشنګتن کې د امريکا د ولسمشر د امنيتي چارو له سلاکار رايس سره وکتل چې دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو او نړېوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

يانګ جي چه وويل چې په دی وروستۍ موده کې د ګډو کوششونو په رڼا کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو فعال پرمختګ کړی دی. په راتلونکې مياشت کې به ولسمشر بارک اوباما په بيجينګ کې د اسيا او ارام سمندر بحر سيمې د اقتصادي سازمان د مشرانو په غيررسمي غونډه کې ګډون او چين ته به سفر وکړي. چين غواړي په فعاله توګه اړوند چمتوالی وکړي.

رايس وويل چې امريکا له چين سره د لويو هيوادونو ترمنځ د نوی ډول اړيکو د ټينګښت لپاره کوشش کوي او غواړي له چين سره په بېلابېلو برخو کې د سيمه ييزو او نړېوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره همکاري وکړي.

په همدې ورځ يانګ جي چه د امريکا له دفاع وزير سره هم وکتل.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای