د سين هوااژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي بان کي مون د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه په نيويارک کې د م م په مقر د اسرائيلو له دفاع وزير موسي يالون سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ خبرې اترې مهم اهميت لري.
بان کي مون وويل، چې دواړه خواوې بيا د خبرو اترو ميز ته بېرته ستانه شي د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د ستونزې د حل و فصل لپاره ستر اهميت لري او اوس وخت ډير ګران او کم دی.
بان کي مون د دې هرکلی کوي چې په غزه کې د بيا رغونې لپاره اسرائيلو لنډ مهالی ميکانيزم جوړ کړی دی او هيله يې څرګنده کړه چې دغه مثبت کړه وړه دوام ولري.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |