د سين هوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې فرانسوي پوځ په ١٩ نېټه په عراق کې د اسلامي دولت په نوم پر وسله واله ډله هوايي بمباري وکړه.
په ياده اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې ياد عمليات د عراق د مرکز بغداد د شمال په ٢٠٠ کيلومترۍ کې ترسره شوي دي او د دې ترڅنګ د فرانسې دوو جنګي الوتکو په ١٩نېټه اته ساعته ګزمه هم کړې.
له جون مياشتې نه راهيسي د اسلامي دولت په نوم د حکومت ضد وسله والو ډلو د عراق په شمال او لويديځ کې لويې برخې نيولې دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |