د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولت کاووسوګلو د اکتوبر په شلمه نېټه په انقره کې خبري رسنيو ته وويل، چې د ترکيې حکومت د عراق کردي وسله والو ته اجازه ورکړې ده چې د ترکيې د خاورو له لارې د سوريې د اين العرب ښار ته ننووځي.
اوس د اين العرب په ښار کې، د " اسلامي دولت " او د کردي وسله والو تر منځ جګړه لا هم روانه ده.
" اسلامي دولت " د تير سپتمبر په شپاړلسمه نېټه پر ياد ښار پر له پسې بريدونه پيل کړي او د کردي قوم څو کلي يې نيولي چې له امله يې لږ تر لږه يو لک او اتيا زره کسان ترکيې ته کډوال شوي.
د ترکيې پارلمان حکومت ته حق ورکړی چې د سوريې او عراق پر ترهګرو وسله والو بريدونه وکړي او بهرنيو ځواکونو ته يې اجازه ورکړې چې د ترکيې د خاورو له لارې عراق يا سوريې ته ننووځي. خو تر اوسه د ترکيې پوځ يوازې په سرحدي سيمه کې د ټانک قواوې زياتې کړې، په عراق او سوريه کې يې په پوځي عملياتو کې ګډون نه دی کړی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |