CRI Online

د عراق شعيه مذهب مشر د نوي حکومت ملاتړ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 10:13:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په عراق ګې د شعيه مذهب مشر علي السيسطاني د اکتوبر په شلمه نېټه د دغه هېواد له صدراعظم حيدر العبادي سره وکتل او د نوي حکومت او له " اسلامي دولت " سره د مبارزې څخه ملاتړ يې څرګند کړ.

حيدر العبادي له دې کتنې وروسته خبريالانو ته وويل، علي السيسطاني د نوي حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي او دا نظر لري چې د ملي روغې جوړې بهير د پرمخ وړلو لپاره بېلا بېلو ډلو ته د حکومت غېږې خلاصېدل ډېر لازم او مهم دی. برسيره پر دې، هغه عراق ته د بهرنيو ځمکنيو ځواکونو د ننوتلو سره د مخالفت دريځ هم ملاتړ کوي. د عراق خلک دې د خپلو کوښښونو له لارې د " اسلامي دولت " لخوا نيول شوې خاورې بيرته ونيسي.

حيدر العبادي پر دې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې پلازمينه بغداد خوندي دی.د امنيت ساتنې ادارې د بغداد په شاوخوا سيمه کې حالاتو ته له نژدې پام کوي. بغداد د " اسلامي دولت " له هر ډول بريد او جنګ سره د مبارزې توان لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای