د سين هوا اژانس د خبر له مخې د امريکا مرکزي قومانداني د روانې مياشتې په ٢٠ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې د ١٩مې نېټه په شپه د سوريې په شمال کې د کردانو وسله والې ډلې ته د الوتکو له لارې وسلې او دواګانې غورځولې دي چې د اسلامي دولت په نوم د تندلارې ډلې پرضد د مبارزې په برخه کې له دوي سره مرسته وکړي.
په ياده اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې امريکايي پوځ په همدې ورځ څو ځله له هوا څخه وسلې اچولي دي. تر اوسه پورې امريکا په ياده سيمه کې د اسلامي دولت په نوم پر تندلارې ډلې ١٣٥ ځله هوايي بمبارۍکړې دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |