CRI Online

له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اوه اعشاريه څلور سلنه زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 14:53:30

د چين د شميرنې د دولتي بيورو وياند شنګ لې يون د اکتوبر په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د ابتکاري شميرنې سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت څلور زره يو سل او نهه نويو مليارډو او اتيا مليونو يوانو ته رسيدلی دی چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اوه اعشاريه څلور سلنه زيات شوی دی. په دې موده کې د چين اقتصاد په سالم ډول پرمختګ کړی، خو د اقتصادي پرمختګ په وړاندې لا هم ستونزې شته. د پانګو اچولو او مصرفي لګښتونو د زياتېدو او د صنايعو د پرمختګ انډول د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ټيټ شوی، خو د وګړو د عايداتو ارزښت زيات شوی دی. له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د کليوالو منځني عايدات اته زره پنځه سوه او اوويشت يوانه دي، د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله نهه اعشاريه اوه سلنه زيات شوي، د ښاريانو منځني عايدات دوه ويشت زره او څلور څلوېښت يوانه دي چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت شپږ اعشاريه نهه سلنه زيات شوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای