CRI Online

د نړۍ پنځه سوو شرکتونو په چين کې د ورېښمو لارې په نوم د توکيو د حمل و نقل په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 15:07:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ورېښمو لارې په نوم د توکيو د حمل و نقل نړيوال نندارتون د اکتوبر په يوويشتمه نېټه د جيانګ سو ولايت د ليان يون ګانګ په ښار کې پرانيستل شو. د نړۍ د اوولسو هېوادونو او سيمو، د هېواد د يوويشتو ولايتونو او ښارونو پنځه سوو شرکتونو او سازمانونو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.

د دې نندارتون موخه د ورېښمو لارې د پرمختګ فرصت په نيولو سره د توکيو د حمل و نقل په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره د يوې بنسټيزې اډې جوړونه ده. د ليان يون ګانګ ښار د سمندري او هوايي ترانسپورټ د محور په توګه ګڼل کيږي. د ښار او ښار تر منځ د توکيو حمل و نقل، د بندر له لارې د سمندري حمل و نقل، د توکيو د حمل و نقل د شرکتونو، سامان ألاتو او تخنيکونو، هوايي حمل و نقل، د اسيا او اروپا تر منځ د ځمکني او سمندري حمل و نقل او د حمل و نقل په اړه د چين د ختيځې، منځني او لوېديځې برخو تر منځ د همکارۍ په اړه مالومات په دې نندارتون کې راغونډ شوي وو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای