CRI Online

چين او امريکا په ګډه د افغانستان د ديپلوماتانو د روزنې چارې تر سره کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 16:20:47
چين او امريکا په ګډه د افغانستان د ديپلوماتانو د روزنې چارې تر سره کوي

پر ځايي وخت د اکتوبر په شلمه نېټه د چين او امريکا له خوا د افغانستان د ديپلوماتانو د روزنې فعاليت د درېيمې دورې په کورس کې د پنځلسو زده کوونکو ډله د امريکا پلازمينه واشنګتن ته ورسيده چې د امريکا له خوا په پاتي دوه اوونيزو روزنيز فعاليت کې به ګډون وکړي او مخکې يې په چين کې اړوندې دوه اوونيزې روزنې بشپړې کړې دي. د افغانستان راتلونکي ديپلوماتان هېله لري چې په نړيواله صحنه کې د خپل هېواد لپاره خدمتونه وکړي.

د پنځلسو ځوانو زده کوونکو په سترګو کې وياړونه او خوشالي ليدل کېږي. دوی په افغانستان کې د جګړو په وخت کې زيږيدلی او اوس به دوی د افغانستان په استازيتوب په نړيواله صحنه کې د سولې استازي وي. د دغه کورس مشر زده کوونکي احمد نويد اريايي وويل د افغانستان د راتلونکو ديپلوماتو په توګه دوی بايد لومړی چين او امريکا وپيژني. (اواز)

چين او امريکا د افغانستان په چارو کې ډېر مهم رول لوبوي، نو موږ دې د اقتصاد او سوداګرۍ او کلتور په شمول ساحو کې له دغو دواړو هېوادونو سره همکارۍ وکړو.

اريايي وويل د روان کال په می مياشت کې دوی د چين په بيجينګ او شينجيانګ کې د اړوندې روزنې په ترڅ کې د چين د ديپلوماتيکو تګلارو په تيره بيا د افغانستان په هکله د چين د تګلارې اړوند مالومات تر لاسه کړيدي. د چين رانګارنګ کلتورونه او اقتصادي پرمختيا دوی ته ژوره خاطره ورکړې ده.

په امريکا کې د چين د سفارت مختارې وزيرې وو شي دا مالومات ورکړل چې چين او امريکا له خوا په ګډه د افغان ديپلوماتانو د روزنې فعاليت د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو يو مهم همکاريز فغاليت دی چې تر اوسه پورې درې دورې تر سره شوې دي او له دې څخه هم د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې په چارو کې د نړيوالې ټولنې ګډ کوښښونه څرګندېږي. ميرمن وو شي وويل(اواز)د چين او امريکا تر منځ همکارۍ نړيوالې او اړوندو سيمو ته يوه ښه نښه خپرولی شي چې دواړه هېوادونه د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه کوي. د افغانستان د ديپلوماتانو د روزنې فعاليت يو ښه پيل دی.

د افغانستان او پاکستان چارو په اړه د امريکا ځانګړي استازي دان فيلدمان دې ته اشاره وکړه چې افغانستان اوس په يو مهم تاريخی مهال کې دی او د دغه هېواد بيا رغونه نه يوازی پيسو بلکی د نړيوالې ټولنې هراړخيزو کوښښونو ته اړتيا لري. (اواز)

موږ باور لرو چې د افغانستان د ولسمشر تر پيروۍ لاندې د هدف د عملي کيدو لپاره تر ټولو ښه لاره د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختيا ساتل دي، خو يوه بله مهمه لاره له نړيوالې ټولنې سره د همکارۍ او دوستې د اړيکو جوړول دي.

هغه وويل څرنګه چې امريکا او چين په ګډه د افغانستان د ديپلوماتاتو د روزنې فعاليت تر سره کوي، دوی د حکومت په هکله د يوې ډلې د مشرانو او کارکوونکو د اهميت په هکله ډېر ښه پوهېږي. هغه باور لري چې په دغه فعاليت کې برخوال زده کوونکي به په راتلونکې کې د افغانستان په سياسي چارو کې مهم رول ولوبوي.

د پخوا په شان په ياد کورس کې برخوال پنځلس زده کوونکي ټول په افغانستان کې د چين او امريکا د سفارتونو په همکارۍ د سفر زمينه مساعده شوي ده. دوی به په روزنې کې د ديمپلوماسۍ، د عمومي خپرونې، په سفارتونو کې د کارونو په هکله مالوماتو زده کړه وکړي. په مخکنيو دوو دورو کې ځيني فارغ شويي زده کوونکي په امريکا، اروپايی ټولنې کې د افغانستان سفارتونو او ديپلوماتيکو نورو نمايندګيو کې په دندو ګومارل شوي دي.

درويشت کلنه زوهال سليم په دغه کورس کې يوازينې ښځينه زده کوونکې ده او هېله لري چې په م م کې د افغانستان د ديپلوماتې په توګه دنده تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای