د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا لخوا د افغان ديپلوماتانو د روزنې درېيمه دوره د اکتوبر په شلمه نېټه په امريکا کې خلاصه شوه. د افغانستان پنځلس تنو ځوان ديپلوماتانو په دې دوه اوونيزه روزنه کې ګډون کړی دی. دوی په تير می مياشت کې د چين د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په جوړ شوي روزنيز کورس کې زده کړې کړي وې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، امريکا به د افغان زده کوونکو ته د افغانستان په اړه د امريکا د پاليسيو، د امريکا او چين تر منځ د اړيکو او د بهرنيو چارو په اړه د امريکا د پاليسو د جوړولو لارې په اړه مالومات ورکړي. افغان زده کوونکي به د امريکا له ديپلوماتانو او کارپوهانو سره وګوري، د مري لنډ په پوهنتون کې په ديپلوماتيکه روزنه کې ګډون وکړي او د چين او افغانستان لويو سفارتونو، د م م عمومي مقر ته هم سفر وکړي
د چين او امريکا لخوا د افغان ديپلوماتانو د روزنې پروژه په دوه زره او دوولسم کال کې پيل شوه. (شکريه)
١. د روزنې د پيل په مراسمو کې د افغان زده کوونکو او د امريکايي او چيني استازو ګډ عکس
٢. د افغانستان او پاکستان په اړه د امريکا ځانګړي استازي دان فيلډمان د درس د پيل مراسمو د وينا په حال کې
٣. په امريکا کې د چين مختار وزيره مېرمن وو شي د درس د پيل مراسمو د وينا په حال کې
٤. په امريکا کې د افغانستان مختار وزير ميرويس ناب د درس د پيل مراسمو د وينا په حال کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |