د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان د ملي دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۱مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په کابل کې د يوې چاودنې له امله څلور سرتيري ووژل او دوولس تنه نور ټپيان شول. دغه وزارت خبر ورکړ چې د افغان سرتيرو په سپرلو سره يوه باس د همدې ورځ په سهار د کابل په جنوب لويديځي برخه له بريد سره مخامخ شو. تر اوسه هيڅ ډله او يا کوم سړی د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |