د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د اکتوبر په ٢١مه نېټه د پاکستان په شمال کې د پاکستاني کشمير په سيمه کې د يوه مسافر وړونکي موټر د لويدو له امله ١٨ تنه وژل او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې،ياد موټر چې په کې ٢٥ مسافر سپاره وو، په لاره کې کړانګ ته ولويد.تر اوسه پورې ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د پوليسو په اند،له حده زيات مسافرين په دغه بس کې سپاره و د دغې پيښې عمده لامل دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |