د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ٢١مه نېټه په بېجينګ کې د اېپيک د ماليې وزيرانو په غونډه کې د ګډون کوونکو اقتصادي ټولنو د پلاويو له مشرانو سره وکتل.
لي که چيانګ وويل چې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين اقتصادي پرمختګ په عمومي توګه معقول دی.چين په فعاله توګه د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي پرمختګ او همکارۍ لپاره کوښښ کوي او غواړي د اېپيک له غړو سره يو ځای د نړيوال او سيمه ييز اقتصاد د پر له پسې پرمختګ لپاره هڅه وکړي.هغه هيله لري چې د اېپيک د ماليې وزيرانو غونډه به په فعاله توګه د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي پرمختګ راتلونکی لار ولټوي تر څو سيمه ييزه اقتصادي همکاري به پياوړې او د اېپيک د غړو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |