CRI Online

د طبيعی ګازو په هکله د روسيې او اوکراين تر منځ په کشالې کې لنډمهالي برياليتوب تر لاسه شوی

cri     (GMT+08:00) 2014-10-22 16:12:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې په کمېټه کې د انرژۍ چارو مسول ګوتهير اوتينګر، د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر نوک او د اوکراين د انرژۍ وزير يوری پرودن د اکتوبر په يوويشتمه نېټه په بروکسيل کې درې اړخيزې خبرې اترې وکړې. په پای کې دوی د راتلونکي کال د مارچ مياشتې تر پايه پورې د روسيې لخوا اوکراين ته د طبيعي ګازو د ليږدولو د بيې په شمول د مهمو موضوعاتو په هکله يوه ابتدايي لايحه لاسليک کړه.

د پلان له مخې، يادې درې اړخيزې خبرې اترې بايد د همدغې ورځې په غرمه پای ته ورسېږي، خو يادو خبرو اترو د همدې ورځې تر شپې پورې دوام درلود او دريو مامورينو د شپې په اتو بجو د اروپايي ټولنې په خبري ناسته کې برخه واخيستله. دريو مامورينو په جلا توګه په خپلې مورنۍ ژبې وينا وکړه .

ښاغلي اوتينګر لومړی د اروپايي ټولنې په استازيتوب وينا وکړه او و يې ويل چې په ابتدايي لايحه کې دا محتويات شامل دي: اوکراين پلان لري چې د روان کال تر پايه پورې له روسيې څخه د څلورو مليارډو مکعب مترو په اندازه طبيعي ګاز واخلي او موافقه يې وکړه چې د اکتوبر له پای نه مخکې د روسيې لخوا د ليږدول شويو طبيعي ګازو د تر لاسه کولو وروسته روسيې ته يو مليارډ څلور سوه مليونه امريکايي ډالره پورونه ادا کړي. او د روان کال تر پايه پورې به روسيې ته بيا يو مليارډ شپږ سوه مليونه امريکايي ډالره نور پورونه په دوهم پړاو کې ادا کړي. نوموړي زياته کړه چې اوکراين بايد په پنځو ورځو کې دا تصديق کړي چې روسيې ته به څومره پيسې ور کړي. که د اوکراين د طبيعي ګازو په هکله دولتي شرکت روسيې ته د پيسو ور کولو توان نه لري، نو د اروپايي ټولنې يو ټاکلي شرکت به د روسيې طبيعی ګاز واخلي او بيا به يې پر نورو هېوادونو وپلوري.

د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر نوک په دغه خبري ناسته کې وويل اوکراين به هر مکعب متر طبيعي ګاز په دری سوه پنځه اتيا امريکايي ډالره له روسيې څخه واخلي. دغه بيه د روسيې د غوښتنې په نسبت هر مکعب سل امريکايي ډالره ټيټه ده او دغه بيه به د ٢٠١٥ کال تر مارچ مياشتې پورې نافذ شي. نوک په همدې وخت کې له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراين لپاره ضمانت وکړي چې د روان کال تر پايه پورې روسيې ته به ټول پنځه مليارډه او دری سوه مليونه امريکايي ډالره پورونه ادا کوي.

د بېلا بېلو خواوو استازيو زياته کړه چې د راتلونکې دورې درې اړخيزې خبرې اترې به د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه په بروکسيل کې تر سره شي او درې خواوې ښايي په دغه غونډه کې اخري تړون لاسليک کړي.

د څېړونکو په اند، دغه ابتدايي لايحه په لنډمهالي توګه د روسيې او اوکراين تر منځ د طبيعي ګازو مسئله حل کړې، څرنګه چې دا مالومه نه ده چې د راتلونکی کال تر مارچ وروسته به روسيه په کومه رويه پر اوکراين طبيعي ګاز وپلوري. بله خوا، ځکه چې اوکراين د طبيعي ګازو په برخه کې روسيې ته ډېر پورونه بيرته نه دي ورکړي، نو روسيې د روان کال د جون له شپاړسمې نېټې راپدې خوا اوکراين ته د طبيعي ګازو برابري بنده کړې، که څه هم اوس اوکراين ژمنه کړې چې ګام په ګام به دغه پورونه ادا کړي، خو د اروپايي ټولنې ضمانت يې نه دی تر لاسه کړی. که څه هم روسيې د اروپايي ټولنې تر فشارونو لاندې موافقه وکړه چې اوکراين ته به د طبيعي ګازو ليږدونه بيا پيل کړي، خو دا هم مالومه نه ده چې ايا کوم بدلون به رامنځته شي او که نه. نو ويل کېږي چې د طبيعي ګازو په هکله د روسيې او اوکراين تر منځ کشاله يوازې سطحي مسئله ده، يوازې په دې شرط چې د اوکراين په ختيځ کې موضوع پوره حل شي، نو د طبيعي ګازو مسئله به هم پوره حل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای