د چين کمونېست ګوند د ١٨ مې دورې مرکزي کميټې څلورمه عمومي غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د دې غونډې هدف د قوانينو له مخې د هېواد اداره کول دي. د ګوند د ١٨ م ملي کانګرس تر جوړېدو وروسته، د والي او وزير په کچه پنځوس تنه جګ پوړي چارواکي له دندو څخه ګوښه شوي او د وسيې يې محکمې ته ليږل شوي دي. له واکه د ناوړو ګټو اخيستلو سره د مبارزې لپاره د نوي حکومت ټينګ هوډ د هېواد د بېلا بېلو ټولنو لخوا وستايل شو.
د چين د قوانينو د ابادۍ او بشپړتيا بهير د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په رڼا کې په پر له پسې ډول پرمختګ کوي. په نولس سوه اوه نويم کال کې، د چين په ١٥م ملي کانګرس کې د قوانينو له مخې د هېواد اداره کول د هېواد د ادارې د بنسټيز اصل په توګه وټاکل شول. په دوه زره او يوولسم کال کې، هغه قانوني سيسټم چې د چين د مشخصاتو او واقعيتونو په بنسټ او د اصلاحاتو او ورخلاصون او د هېواد د عصري کېدو سره سم جوړ شوی او چيني ځانګړتياوې لري ،بشپړ شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |