د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان يو مسافروړونکی موټر د اکتوبر په درويشتمه نېټه په کويټه ښار کې له بريد سره مخ شو او په نتيجه کې يې اته تنه وژل او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د ځايي خبري رسنۍ د خبر له مخې، بريد کوونکی د پېښې له ځای تښتېدلی او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي. د دې پېښې پلټنه روانه ده.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |