CRI Online

چين به د نوي پړاو د عدلي اصلاحاتو د ژورتيا لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-23 15:25:27

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې څلورمه عمومی غونډه به په ٢٣مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيږي.د اړوندې اجنډا له مخې به تر غونډې وروسته د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې له قوانينو سره سم د هېواد ادارې په هکله اړوندې سترې پرېکړې وکړي او پکې به د چين د عدلي چارو د ابادۍ د چټکېدو لپاره نقشه او مهالوېش هم خپور کړي.د قانوني نظام د جوړونې او د ټولنيز عدالت پرمخبيول او د عدلي ميکانيزم ژورتيا د عدلي اصلاحاتو مهم ټکی دی.

د تېر کال په پای کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمي دورې مرکزي کميټې په درېيمه غونډه کې د عدلي ميکانيزم د اصلاحاتو ژورتيا لپاره کارونه ترتيب شوي وو. تر هغه وروسته په شانګهای ښار او ګوانګ دونګ ولايت کې اړونده ازموينه پيل شوه.

د چين د عدلي اصلاحاتو د څېړونکيو په اند د روان پړاو په اصلاحاتو کې هېڅ کار اسان نه دی.د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکې شونګ چيو هونګ وويل چې دا يو ريښتينی سيستماتيک اصلاحات دي .هغې وويل (اواز.........) د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې له پای څخه د نهمې لسيزې تر پيل پورې د چين حکومت پر عدلي اصلاحاتو پيل کړی و ، خو پخوا يې په عمده توګه د تخنيک له لحاظه اړوند اصلاحات تر سره کړي ،اوس د نوي پړاو اصلاحات د عدلي واک له کارولو سره اړيکې لري.په دې ترڅ کې د هر تدبير نيول له ستونزو سره مخامخ دي ، خو تر اوسه پورې لاهم په سمه لار روانه ده.

د قاضيانو، څارنوالانو او نورو عدلي کارکوونکو د دسته بندي سيستم د جوړېدو کارونه په تېرو څو کلونو کې تر سره شوي دي. يوه خوا بايد قاضيانو او څارنوالانو او نورو عدلي کارکوونکو ته بېل موقعيت ور کړی شي، بله خوا دا ډېره مهمه ده چې د قاضيانو، څارنوالانو او نورو دولتي کارکوونکيو دسته بندې اداري سيستم بايد جوړ شي چې موخه يې د قضيو د حل وفصل د موثريت لوړوالی او د عدالت ساتنه ده.د دغو کسانو دسته بندي اداره د روان پړاو د اصلاحاتو لومړۍ مهمه برخه ده. په شانګهای کې د ازمويښتي عدلي لايحې له مخې په عدلي ارګانونو کې پر اوسني کارکوونکي په دريو برخو ويشل کيږي چې يوازې يوه په درېيمه برخه به يې قاضيان او څارنوالان وي او پاتې برخه به يې د عدلي کارکوونکو په توګه وټاکل شي.د چين د ولسي پوهنتون د قانون پوه پروفيسر چن وي دونګ وويل چې د دغو اصلاحاتو پر مخ شته ستونزې له شخصي ګټو سره اړيکې لري.هغه وويل (اواز........) دا يوه حساسه مسئله ده چې له دغو کسانو څخه به څوک قاضيان او څارنوالان وګرځي او نور به معمولي عدلي کارونه تر سره کړي،ځکه چې دا د هر تن له ګټو سره تړاو لري.

په دې لايحه کې پنځه کلنه لنډمهالي موده وټاکل شوه.د شانګهای ښار د دوهمې منځنۍ کچې ولسي محکمه له اتو هغو محکمو څخه يوه ده چې پکې ياده ازموينه تر سره کيږي. د دې محکمې د څېړنيز دفتر مرستيال شيو جي ليانګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل ،د عدلي کارکوونکيو دسته بندي اداره له ستونزو سره مخامخ ده ، خو اړوند کارونه لاهم روان دي. هغه وويل (اواز.........) د عدلي اصلاحاتو له غوښتنې سره سم د قاضيانو شمېر يوازې د ټولو عدلي کارکوونکيو د عمومي شمېر په سلو کې درې دېرش برخه نيسي، خو اوس د قاضيانو او د قاضيانو د مرستيالانو شمېر د ټولو عدلي کارکوونکيو نيمه برخه نيولې ده.نو څنګه به له پنځوس سلنې څخه درې دېرش برخې ته کم شي چې دا ډېر ستونزمن کار دی.خو شخصي لايحه لاهم د جوړېدو په حال کی ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای