CRI Online

د روسيې چارواکي : بايد له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې دوه ګوني معيارونه غوره نه شي

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 11:06:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشرۍ دفتر مشر سيرګي اوانوف د اکتوبر په درويشتمه نېټه وويل، د کاناډا په پلازمينه اوتاوا کې د ټوپک له بريد څخه څرګندېږي چې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې دې دوه ګوني معيارونه نه غوره کيږي.

سيرګي اوانوف په همدې ورځ د روسيې د سوچي په ښار کې خبري رسنيو ته ويلي، روسيې لس کالونه مخکې پر دې ټينګار کړی و چې نه يوازې روسيه له ترهګرۍ او افراطيت له ګواښ سره مخامخه ده . د اوتاوا ياد بريد يوه ښه بېلګه ده. د روسيې له ګډون پرته لوېديځ هېواونه نړيواله ترهګري نشي منځه وړلی. له دوی سره مبارزه بايد د ګډو کوششونو له لارې تر وروستي بري پورې ترسره شي ، نشي کېدای چې په دې هکله دوه ګوني معيارونه اجرا شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای