CRI Online

په پاکستان کې د ځانمرګي بريد له امله دوه تنه ووژل، څو تنه نور ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2014-10-24 11:07:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د درويشتمې نېټې په شپه د پاکستان د کويټه په ښار کې ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې دوه تنه ووژل، دېرش تنه ټپيان شول.

له دې بريد وروسته، ټپيان روغتون ته وليږدول شول شپږ تنه پکې سخت ټپيان دي.

دا په يوه ورځ کې د کويټه په ښار کې دوهم بريد دی. د همدې ورځې په سهار ناڅرګندو بريدکوونکو پر يو سرويس بريد وکړ چې له امله يې اته تنه ووژل، څو تنه نور ټپيان شول. بريدکوونکي له بريد وروسته د پېښې له ځانه وتښتېدل.

تر اوسه پورې چا د يادو دوو پېښو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای